تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: پاکستانۍ انګلیسي ورځپاڼې ډان نیوز خبر ورکړی چې کابل کې د واده پر مراسمو وروستي خونړي برید نه داسې ښکاري چې افغان سوله که څه هم رانږدې شوې ده، خو لوري لا هم د جګړې پر خوا زیات تمایلات لري.
ورځپاڼه په خپل مطلب کې کاږي چې وروستي ځل لپاره دوی ته هم طالب سیاسي ویاند سهېل شاهین وویل چې د سولې پروسه مخته تللې او دا بریدونه یې له منځه نه شي وړلی، بلکې دا مهال د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې هوکړه کې ۹۰ سلنه پرمختګ شوی دی.
ورځپاڼه کاږي، طالب ویاند ورته ویلي چې اتم پړاو خبرې ناکامې شوې نه دي بلکې ځینې تخنیکي مسایل وو، چې باید دواړو لوریو خپلو مشرانو سره مشوره پرې کړې وای، ځکه مذاکرات وځنډول شول.
خو ورځپاڼه وايي، دا جالبه وه چې د اتم پړاو مذاکراتو له ختمېدو وروسته طالب مشر هبت الله په تونده لهجه خپل اختریز پیغام کې په امریکا تورونه ولګول: (( دا د پوښتنې وړ ده چې طالب ویاند نړۍ ته وايي هر څه سم روان دي، خو طالب مشر بیا په تونده لهجه داسې ښکاره کوي چې موږ جګړې ته چمتو یوو.))
ورځپاڼه وايي، طالبان هم غواړي وخت په لاس کې ولري او معاهده وځنډېږي، تر څو پوه شي چې له ولسمشریزو ټاکنو وروسته کابل کې څه پېښېږي؟
ورځپاڼه بل ځای وايي، د طالبانو تر منځ مذاکرات ۹۰ سلنه نه دي مخته تللي، بلکې که تللي وای نو اوس یې باید پاتې لس سلنه مسایلو باندې هم هوکړه راغلې وای.
ډان ورځپاڼې زیاته کړې، یوازې له طالبانو سره د امریکا سوله هم په افغانستان کې جګړه نه شي ختمولی، تر څو ټول لوري په مذاکراتو کې ونډه ونه لري.
ورځپاڼې په اخره کې لیکلي، امریکا په افغانستان کې د ډیموکراس د تحکیم په برخه کې ناکامه شوې ده، ځکه اوس ټول لوريو ته دا سخته شوې ده چې افغانستان کې به راتلونکی نظام څه وي؟