څو اونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په درې ورځني سفر هند ته ولاړ او دا لومړی ځل دی، چې امریکایی ولسمشر د خپلې واکمنۍ په دوره کې دوه ځلې هند ته سفر کوي.

هند ته د بارک اوباما د دوو سفرونو موخه د هند او امریکا ترمنځ د نژدې اړیکو نښه ده، چې د اوباما دې سفر او له هند سره د دوستۍ د تارونو د لا غښتلي کولو پر پاکستان او چین بده اغیزه وکړه؛ځکه که له یوې خوا د چین او امریکا تر منځ د سیاسي او اقتصادي سیالیو برخه کې اړیکې خړې پړې شوي دي او امریکا ته د تروریزم پر وړاندې د پاکستان په مبارزه کې د منافقت څرګندیدل هغه څه دي، چې امریکا هم له چین سره چې د پاکستان نږدې دوست دی او هم له پاکستان سره، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په نامه له امریکا څخه مرستې تر لاسه کړي بیل دریځ غوره کړي او دا وښيي، چې د پاکستان له همکارۍ پرته هم د آسیا په لویه وچه کې د یو بل مهم هیواد ملګرتیا ځانته راجلب کړي.

د هند او امریکا تر منځ د دوستۍ پیاوړتیا او پاکستان پر وړاندې د کلک دریځ غوره کول هند هم تر ډيره بریده په دې ډاډه کړی، چې که د پاکستان لخوا د کشمیر پر سر د دواړو هیوادونو تر منځ کومه لانجه رامنځته شي، نو د امریکا په څیر یو پیاوړی دوست به تر څنګ ولري. بل لور ته اوباما هند ته د خپل سفر پر مهال په خپله وینا کې پاکستان ته د خبرداری ورکړ چې په پاکستان کې نور د ترهګرو ځالې نه شو زغملی؛ یعنې دا چې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په نامه نور د پاکستان منافقانه سیاست امریکا ته د زغم وړ نه دی.

هند ته د اوباما دا سفر او پاکستان ته د هغه خبرداری پر پاکستان او چین چې د دواړو دوستي له شاتو خوږه او له اوره توده ده یو ډیپوماتیک ګوزار ؤ؛ ځکه چې د هند او چین تر منځ هم اوږده لانجه شته او بیا چین له امریکا سره هم ستونزه لري، نو پاکستان او چین ددې لپاره چې په خپل منځ کې د اړیکو ټینګښت برملا کړي؛ د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی چین ته په سفر ولاړ تر څو دا پلاوی له چینايي چارواکو سره د پټو خبرو له لارې د یو مهم امتیاز د تر لاسه کولو پر سر غور وکړي.

چین ته د پاکستان دې پلاوي سفر او له چینايي چارواکو سره د پټو سلا مشورو وروسته چین ددې ټټر وډبولو، چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ به د سولې خبرو اترو کوربه توب کوي او اوس اوس، چې کابل ته د پنجابي لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو سفرونه ډیر شوي او د ولسمشر غني پر ګډون له نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم خبرې کوي دا ټول هغه څه دي، چې په دې ډول چین او پاکستان غواړي د هند او امریکا په پرتله د افغانستان زیاته پاملرنه خپل ځانته راجلب کړي، ځکه د پاکستان لخوا د سولې خبرو اترو ته د طالبانو د اړ کولو غورې او په دې لړ کې د افغانستان او هند د اړیکو کمزورتیا کولای شي هند په اندیښنه کې واچوي.

بل لوري ته که چیرې د افغانستان سولې مسئلې لپاره د پاکستان او چین پر تودو غورو غور وکړو، چې پاکستان وايي طالبان به په قطر کې د سولې خبرو اترو ته اړ کړي او چین لا له دې وړاندې ویلي وو، چې ددې خبرو منځګړیتوب ته حاضر دی او په وروستیو کې نړیوالو رسنیو ته د طالبانو یو شمیر باوري سرچینو هم ددې خبرو اترو لپاره د راغونډیدو پخلی کړی دی، خو دا چې ددې ټولو اپوټه بیا سپینې ماڼۍ ویلي دي چې له افغان طالبانو سره د سولې کومې خبرې اترې نه دي پلان شوي. تر دې مخکې د رویترز خبري آژانس ویلي وو چې د طالبانو یو پلاوی کیدای شي له امریکایانو سره په قطر کې خبرې وکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاندې برنیدیت ماهین، د فرانسې خبري آژانس ته ورځې وړاندې ویلي وو: «اوس مهال امریکا متحده ایالات په دوحه کې له طالبانو سره د لیدو کوم پلان نه لري».

له بلې خوا د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جین پساکې ویلي دي چې امریکا متحده ایالات له طالبانو سره په مستقیم ډول په خبرو اترو بوخت نه دي او ویلي یې دي، چې دوي نیغ په نیغه له طالبانو سره په خبرو کې ښکیل نه دي او د ۲۰۱۲ کال له جنورۍ میاشتې راهیسې د امریکا او طالبانو تر منځ مستقیمې خبرې اترې نه دي شوي. په دې وخت کې طالبان په خپله د خبرو له بهیره وتلي دي. تر دې وړاندې رویټرز خبري آژانس د طالبانو د سرچینو له لارې ویلي وو چې هغوی په قطر کې له امریکايي چارواکو سره ویني.

له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو دغه خبرونه وروسته له هغې خپریږي چې د سه شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحیل شریف کابل ته سفر وکړ او یو پاکستانی چارواکی چې له دغه سفر څخه خبرتیا لري رسنیو ته ویلي، چې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کتنه کې راحیل شریف وویل، طالبان چمتو دي چې د روان کال د مارچ د میاشتې په سر کې د سولې خبرو اترو ته کښیني. همدا راز په نویو پرمختګونو کې د طالبانو یوې باوري سرچینې بي بي سي سره په خبرو کې منلې چې د افغان طالبانو مشرتابه د پاکستان په منځګړتوب له افغان حکومت سره د سولې خبرو پیلولو اجازه ورکړې ده او د پاکستاني چارواکي د څرګندونو په څیر دې سرچینې هم ویلي چې د سولې خبرې اترې ښايي د راتلونکي مارچ په میاشت کې په قطر کې پیل شي؛ نو ځکه خو په ځغرده دا ویلای شو، چې پاکستان له پیله تر اوسه پورې د شطرنج لوبې د دانو په څیر پاکستان لوبولي او په خپله ګټه یې ترینه کار اخیستی دی او اوس پاکستان ددې لپاره چې له امریکا او هند سره د افغانستان اړیکې خړې پړې کړي او د خپل ځان په ګټه امتیاز واخلي کیدای شي افغان طالبان یې د سولې خبرو اترو ته داسې اړ کړي وي، چې د پاکستان په خوښه به ټول څه تر سره کوي تر څو که چیرې د پاکستان دا منافقانه سیاست طالبان له جګړې لاس په سر هم کړي، خو خپل هغه شوم شرطونه به پرې عملي کوي، چې مخکې له مخکې یې د پټو معاملو په لړ کې پرې منلي دي، چې په دې توګه به هم د نوي افغان حکومت په راتلوونکې کابینه کې د خپل لاس لاندې (( د پنجاب امر منوونکو طالبانو)) باندې به خپلې منافقانه پالیسۍ پلې کوي او د افغانستان په کورنیو چارو کې به د پراخې لاس وهنې چانس ورته برابر وي او هم به وکولای شي، چې په توګه د هر هغه هیواد چې د پاکستان دښمن او د افغانستان پخوانی دوست دی له افغانستان سره یې اړیکې زیانمنې کړي.

نو په پایله کې به د یوې نیکې مشورې او سپارښتنې په توګه افغان حکومت اوسنیو لوړ پوړو چارواکو او دغه راز پوهو لوړ پوړو طالب مشرانو ته ووایم، چې له پاکستان او چین سره په اړیکو کې دې له پوره غوره او دقته کار واخلي او دې ته دې پوره ځیر اووسي، چې خدای مه کړه افغانستان یو ځل بیا د پاکستان د منافقانه او شومو موخو ښکار وګرځي او په ډول اوبه خړې کبان ونیسي. همدارنګه افغان حکومت ته په کار ده، چې پر طالب جنګیالیو سربیره د اسلامي حزب له مخالفې ډلې سره هم د روغې جوړې خبرې له پامه ونه غورځوي او د طالبانو هومره ارزښت ورته قایل شي، ځکه بې له دې به د سولې خبرې اترې نیمګړې او بې ګټې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *