د کوټې شورا لهخوا د ملا محمدعمر د کورنۍ دوه غړي، د طالبانو د رهبرۍ شورا غړیو په توګه ټاکل شوي دي. د محمدعمر زوی، ملا یعقوب مجاهد د پنځهلسو ولایتونو نظامي مسوول او د ملا عمر ورور، عبدالمنان عمري د تبلیغ او ارشاد کمېسیون مشر په توګه ټاکل شوي دي.
هدف څه دی؟
د ملا یعقوب او ملا عمري له ګمارنې څخه د طالبانو د رهبرۍ شورا (کوټې شورا) اساسي هدف د دغې ډلې یووالی او له انشعاب څخه مخنیوی، ښودل شوی دی.
د ملاعمر د مړینې خبر له خپرېدو وروسته اختر منصور د دغې ډلې مشر وټاکل شو؛ خو د منان عمري او ملایعقوب په ګډون د ملا عمر کورنۍ، عبدالقیوم ذاکر، عبدالمنان نیازي، محمدرسول، منصور دادالله او یو شمېر نورو طالبانو لهخوا د اخترمحمد منصور له مشرۍ سره مخالفت شو او نوموړی تورن شو چې د ملا عمر د مړینې عامل وبلل شو. دغه چاره د طالبانو ترمنځ د انشعاب لامل شوه او ملا محمدرسول د طالبانو د نوې ډلې (جهادي شورا) مشر اعلان شو. د محمدرسول په مشرۍ د طالبانو نوې ډلې له رامنځته کېدو سره جوخت په زابل، هلمند، هرات او فراه ولایتونو کې د اخترمنصور او ملارسول ډلو ترمنځ جګړې وشوې چې نتیجه یې د منصور دادالله په ګډون د دواړو ډلو د زیات شمېر جنګیالیو وژنه وه. له نښتو وروسته دواړو لوریو هڅه وکړه چې د منځګړیو (دیني عالمانو) په مرسته یوې نتیجې ته ورسېږي؛ اما تر دېدمه دغه ډلې سره نهدي یوځای شوي.
اخترمنصور د ملارسول له ډلې سربېره، له قیوم ذاکر او د ملا عمر د کورنۍ له غړیو سره هم خپلو خبرو ته ادامه ورکړه چې پایله یې له منصور سره د قیوم ذاکر، منان عمري او یعقوب یوځای کېدل و.
د طالبانو له یووالي ورهاخوا، منان عمري او بېتجربې یعقوب مجاهد ته د رهبرۍ شورا غړیتوب دوه نور اهداف/پيغامونه هم له ځانه سره لري. لومړی پيغام، ناخوښو او مخالفو طالبانو ته دی. د منصور ډله پر دغې ګمارنې سره غواړي، ناخوښو او مخالفو طالبانو ته دا پيغام ورکړي چې د طالبانو د تحریک د بنسټ ایښودونکي (ملاعمر) د کورنۍ غړي لهدوی سره یوځای شوي، نو ستاسې ناخوښي او مخالفت د څه لپاره دی؟ دغه تکتیک پر دې منتج کېدای شي چې په نږدې راتلونکې کې د ملارسول یو شمېر جنګیالي د منصور له ډلې سره یوځای شي. دویم پيغام/هدف، افغان حکومت او نړيوالې ټولنې ته متوجه دی. دېته په کتو چې د سولې خبرې له ناکامۍ سره مخ شوې، لهدغې ګمارنې سره طالبان غواړي ثابته کړي چې لا هم د انسجام توان لري. باور دا دی چې لهدې لارې د اخترمنصور ډله غواړي، له یوې خوا تبلیغاتي جنګ ته دوام ورکړي او د یووالي تمثیل وکړي او له بلې خوا دوبنیو جګړو ته ځانونه چمتو وښيي.
ستونزه چېرې ده؟
د طالبانو تحریک یو ایډيالوجیک جریان دي. د دا ډول جریانو او تشکلونو اساس ایډيالوجي ده. د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې طالبان د خپلې ایډیالوجۍ (افراطي بنسټپالنه) پر اساس مخته تللې او له همدې امله یو موټی او متحد پاتې شوي دي. خو وروسته ګمارنو ته په کتو، باور دا دی چې د طالبانو ایډیالوجي ورو، ورو خپل ځای، خپلوۍ، وراثت او خوېشخورۍ ته پرېږدي.
باور دا دی چې د کوټې شورا وروستۍ ګمارنې، د طالبانو تحریک موروثي کېدو پر لور بیايي. که څه هم اوسمهال د دغې ډلې مشري د اخترمنصور پر غاړه ده؛ خو د پنځهلسو ولایتونو د پوځي مسوول په توګه د بېتجربې او له پاکستاني مدرسو څخه د نوي فارغ شوي طالبالعلم ګمارنه د دې ښکارندويي کوي چې ملا یعقوب به د جګړې په ډګر کې روزل کېږي، مشري به زدهکوي، د جګړې پر اصولو به پوهېږي او له حالاتو سره به بلدېږي. لهدې لارې به نوموړی د طالبانو مشري پر غاړه اخلي. د یعقوب ترڅنګ د منان عمري موجودیت به د دې باعث شي چې نوموړی ژر تر ژره خپلو اهدافو ته ورسېږي. لهدې سره د طالبانو قدرت موروثي کېدونکی ایسي.
له بلې خوا د جنګي مسوول په توګه د ملا محمدعمر د بېتجربې او ځوان زوی ګمارنه د دې ښکارندويي کوي چې د جګړې پلان، طرح او عملیات د نورو کسانو/ډلو (مشخصا استخبارات) په لاس کې دي او د ده څوکۍ سمبولیکه بڼه لري. لهدې سره له وسلهوالو طالبانو د پاکستان څارګرې ادارې (ایاسای) ملاتړ، زبات شو.
پایله
په لنډ مهال کې طالبان خپل قدرت نندارې ته وړاندې کولای شي؛ خو باور دا دی چې په ایډیالوجیکو جریاناتو کې شخصي او سلیقوي برخوردونه، لنډمهاله ثمره لري او نهشي کېدای چې په اوږدو کې ترې استفاده وشي؛ مګر دا چې ایډيالوجیک جریان په بشپړ سیاسي جریان بدل شي.
باور دا دی چې د کوټې شورا وروستۍ ګمارنې کولای شي تر یوه بریده د طالبانو یووالي په برخه کې اغېزمنې تمامې شي؛ خو هېڅ ډول تضمین نهشي وړاندې کېدای چې له اخترمنصور سره دې یوځای شوي کسان بېرته ترې جلا نهشي (دا چې اوسمهال هر څه د امتیاز په بدل کې پر مخ روان دي، نو د امتیازاتو د کمښت، د قدرت انحصار او د واکونو نه ورکړې په صورت کې هر څه معکوس تمامېدای شي.
بل لور ته طالبان پر یوه موروثي جریان بدلېدونکی دي چې پایله یې د دغې ډلې دړې وړې کېدل او د نویو ستونزو پيدا کېدل دي.