څو کاله وړاندې طالب جنګیالیو د غزني په اندړو کې یوه ماشوم ته له دې امله د مرګ سزا ورکړه، چې ولې یې د ملي اردو پر عسکرو مڼې پلورلې وې؟. همدارنګه دا څو ورځې وړاندې طالبانو د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې ۱۳کلن محمد حبیب له دې امله سخت وډباوه، چې ولې یې د شاجوۍ په بازار کې د دوی په اصطلاح له یوه اربکي سره روغبړ کړی و.

د طالبانو له سقوط سره ډېر لږ وخت ټېکاو راغی، ډېر لږ وخت څوک د دولت له باغي عناصرو نه وېرېدل، مګر چندان وخت نه وو تېر، چې ځای-ځای ترور، وژنې او د ملي ګټو پر خلاف غلیمانه کړنې پیل شوې. تر هر څه لومړی یې عام المنفعه تاسیسات په نښه کړل او په دې ټولو کې لومړي ګوزارونه پر ښوونځیو پیل شول. د زابل په سیوري ولسوالۍ کې د طالبانو یوه بدنام قومندان ملا سلیم هوتک له څو تنو استادانو پزې غوڅې کړې او همدا سړی بیا له څو تنو زندانیانو سره د کندهار له محبسه وتښتېد.

کله چې ورو-ورو د هېواد په بېلا-بېلو برخو کې د داخلي او خارجي کړیو د توطیو پر بنسټ د طالب یاغیانو نفوذ ډېر شو، د دولت پر ضد یې عملاً جګړې پيل کړې او ان د ولسوالیو او ولایتونو تر مزکزونو ورسېدل، لوی ښارونه او په خپله پلازمېنه یې نا ارامه کړل، چې له کبله یې په کلیوالو سیمو کې د دولت تش په نوم حاکمیت هم له منځه ولاړ او طالبان عملاً واکمن شول، نو د خلکو له فردي ژونده نیولې تر کاروباره، سفرونو، ناستو ولاړو، تګ راتګ او ان جامو وشکل پورې پر هر څه یې طالبانو څارنه پیل کړه. پر موسیقي، سيمه ييزو لوبو، بانډارونو او مجلسونو بندیز ولګېد.
طالب جنګیالیو د خپل نفوذ په ساحه کې ډېر داسې کسان ووژل او یا سخت وځورول، چې له بهرنیو موسسو او یا دولت سره به یې په ټيټه او یا لوړه کچه همکاري کوله.

د تذکرې او ټاکنو د کارټ پر اخستلو یې له خلګو ګوتې پرې کړې، ویې ډبول او جریمې یې پرې کېښودي. پر لویه لار یې بیا-بیا د مسافرو موټر درولې دي، که به د کوم مسافر قواره لږ برابره وه، پاکې جامې به یې اغوستې وې، ږیره به یې کوچنۍ کړې وه، لنګوټه به یې نه وه پر سر نو هغه به یې کوز کړ. پلټنې به یې ترې وکړې، موبایل، پیسې او ورسره شیان به یې ټول ترې واخیستل او ځيني وخت داسې پېښې هم شوې دي، چې د لارې پر سر به یې د شک پر بنسټ ځینې واړه او کوچني شخصي موټر بوتلل، چلونکی به یې بندي کړ، د هغه کورنیو ته-به یې خبر ورکړ، چې یا دومره روپۍ راوړئ او یا سړی دروژنو.  هغوی به مجبور وو، چې د دوی له غوښتنې سره سمې روپۍ ورکړي، ځکه ورته مالومه وه، چې یاغیان پر چا رحم نه کوي او د انسان مرګ د یوه چرګ په څېر هم ورته نه ښکاري.

د یاغیانو له لوري د عبد الرازق په نوم یو کلیوال له دې امله سخت وډبول شو، چې له یوې پروژې سره یې قرار داد کړی و، په خپل تراکتور کې به یې د ورځې شل یا دېرش ټېلې خاوره ور وړله. ان د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې یوې یاغي ډلې هغو توسانو(کمپلو) ته اور ورته کړ، چې کلیوالو ته د دولت له خوا په مرسته کې ورکول شوي وو. د سید محمد رحماني په مشرۍ یوې وسله والې ډلې د سیمې خلکو ته په مرسته کې ورکول شوې څلور لکه نغدې افغانۍ په اور کې لولپه کړ او د پنجوايي په سلوات کلي کې د جوړ شوي ښوونځي تر ړنګولو وروسته د هغه ځای یوه پیر او اخوند چې د سلوات په حاجي صاحب مشهور و او ملا محمد عمر به د خپلې واکمنۍ پر مهال هره پنچ شنبه د هغه لیدلو ته ورتلو، فتوا ورکړه، چې د ښوونځي د ځای یو ګز خاوره دې وایستل شي، ځکه چې مرداره شوې ده. د کندهار ولایت بولدک ولسوالۍ په لوی کاریز کلي کې طالب جنګیالیو د هغه ځای ښوونځی له کتابونو اوقران شريفونو سره یو ځای په اور کې لولپه کړ او هلته جوړېدونکي کلنیک ته یې بمونه کېښودل، له بېخه یې وران کړ. جالبه لا دا ده، چې د همدې کلي په مکتب کې کوچنیاتو ته ورکول کېدونکي بسکوټونه یې له ځان سره وړي وو او څو ورځي یې خوړل.

تر ماتي وروسته ډېری لوړ پوړي طالب مشران او وروسته یې نور غړي پاکستان ته ولاړل. هلته د ای اس ای(ISI) او نورو نړيوالو ترهګري خپرونکو څارګرو شبکو له لوري تر بیا تنظیم وروسته وخت پر وخت د تخریب، ګډوډۍ او پردیو موخو لپاره هېواد ته راولیږل شول.

ډېرو طالبانو خپلې کورنۍ هم ورسره بوتلې او له هلته مېشتو مهاجرو هم د خامو موادو په څېر ګټه واخیستل شوه، مګر هلته طالب هر څه کولو ته ازاد نه و، هلته یې د ښوونځيو، حکومتي پروژو، بهرنیو، موسسواو شریعت په نوم د چا د وهلو، ځورولو، سپکاوي او قتل اجازه نه درلوده. هلته د یوه ډېر بې وسه او په څو پیسو رانیول شوي محکوم مرېيي په څېر وساتل شو. پر پوله د اوښتو پر مهال هر وخت ترې زر دوه زره روپۍ غوښتل کېږي. د پاکستان پوله ساتو عسکرو به له عامو وګړو سل یا ده سوه روپۍ غوښتې، خو د روزګان، کندهار، هلمند، فراه، نیمروز، بادغیس، هرات او غور له طالبانو به یې تر زر کالدارو کمې نه اخیستې.

پاکستاني استخباراتو او پوځ به د اړتیا پر مهال طالب او نور سخت دریځو وسله وال د معاملې لپاره کارول، کله چې به د لوبې د ځینو غاړو له خوا پرې فشار راغی، نو د القاعدې، طالبانو او نورو وسله والو ډلو غړي به یې په ښه لوړه بیه ورباندي وپلورل. جنرال مشرف په خپل کتاب د اور پر لیکه کې منلې، چې ما د خپلې واکمنۍ پر مهال تر څلور سوه ډېر القاعده غړي پر امریکا وپلورل، ان د ځينو لوړ پوړو مشرانو د نیولو پر مهال به مې سپنې ماڼۍ ته په خپله زنګ واهه. د ملا سلام ضعیف، مسلم دوست او نورو کیسې خو مشهورې دي.

هغه طالبان چې د ټولې نړۍ پر وړاندې د خپلې بریا، مېړانې، اتلولۍ او مقاومت دروغجن شعارونه ورکوي، په کوټه، کراچۍ او خیبر پښتونخوا کې دومره محکوم، بې وسه او بې خولې دي، چې د خپل کور، مېرمنې او ماشومانو اختیار هم نه لري. کله چې به د پاکستاني استخباراتو او پوځي کړیو مزاج ورته واوښت، په یوه ورځ به یې تر شل ډېر لوړ پوړي طالب مشران د زاندان تورو کوټو ته غورځول. پولیس او ملېشه ورسره داسې چلند کوي، چې څوک به یې له حیوان سره هم ونه کړي. هر طالب له پاکستاني پولیسه دومره وېرېږي، چې څوک به د خپل سر له دښمنه هم دومره وېره او ډار احساس نه کړي.

د دوی د دفاع وزیر ملا عبید الله د همدې پاکستانیانو په بند کې مړ شو، د زابل په مرکز کلات کې جنګېدونکي ملا نذیر ته یې په زندان کې دومره شکنجې ورکړې، چې کله راخلاص شو، نو لېونی و، بیا یې په پټه د افغانستان له لارې د درملنې لپاره هند ته ولېږه، خو جوړ نه شو او بالاخره ومړ. د مفتي رحمت الله، مولوي عبدالسلام خروټي، عبد الله ذاکري او نورو په څېر مشهور ملایان په کوټه کې ووژل شول او د غزني ولایت یو مشهور قومندان شهید خېل چې ډېره موده په پل چرخې کې هم بندي و، د بلوچستان په کچلاغ ولسوالۍ کې د وسله والو د ډزو له امله سخت ژوبل شو.

د دوی یو ویاند مفتي لطیف الله حکیمي، سردار محمد شکیب، ښاغلی محمد یاسر او نور هم څو واره ونیول شول، چې ځينې یې خوشي کړل او د ځینو اوس هم هېڅ درک نه شته. د رهبرۍ شورا غړی ملا ګل اغا، د مولوي احسان الله احسان ورور او یو وخت د هرات والي مولوي عبدالغني، د کندهار اوسېدونکی او یو څه موده د زابل والي ملا محمد یونس اخوندا زاده، ملا خیر الله خیر خوا، ملا عبد المنان، د طیب اغا وروڼه، د ماینونو مسول حاجي حافظ، یو ځل د دوی له خوا د کندها والي ملا محب الله او نور لوړ پوړي طالب یاغیان د پاکستاني کړیو له خوا څوک نیول شوي، څوک وژل شوي او څوک یې امریکایانو ته سپارلي دي. د بند پر مهال یې هم ورسره دومره له وحشته او سپکاوي ډک چلند کړی، چې د چنګیزیانو کیسې یې په وړاندې بېخي ساده ښکاري، ان طالب جنګیالي په امریکايي بند خوشاله دي، خو د پاکستان زندانونه ورته دوزخ ښکاري او یاد یې ورته د وحشت ژوندی تصویر وي. کولای شئ، د سلام ضعیف په کتاب ګوانتانامو انځور او مسلم دوست په کتاب ماتې زولنې کې یې کیسې ولولئ او د تر ټولو جګ پوړي طالب ملابردار خو د مرګ او ژوند درک هم نه دی مالوم، د یاسر برخلیک هم ناڅرګند دئ او ترابي خو یې په دې وروستیو کې له زندانه خوشي کړ.
هغه طالب چې په هېواد کې د نړيوالو په خوښه او افغانانو په نسبي انتخاب راغلی،حکومت ناروا، ظالم، پردی پال، ګوډاګی، مزدور، د بل غلام او بې واکه ګڼي، خو ځان له دې پورتنیو کړنو سره-سره ورته ولي غلام، بې واکه، د پردیو د ګټو لپاره کارېدونکې وسیله، د استخباراتي جګړو بې اختیاره قرباني او د هېواد ورانونې په چاره کې مزدور نه ښکاري؟

د بلوچستان، خیبر پښتونخوا او کراچۍ هغه مدرسې چې طالبان پکې زده کړې کوي او د دې مدرسو مسولین یې استادان دي، ټول د خپل هېواد اساسي، قانون مني، پر جمهوریت باوري دي، په حکومت کې کار کوي، د ټاکنو پر مهال خپل کاندیدان وړاندې کوي، عصري علوم لولي، د ښځو د زده کړو ملاتړ کوي او ان د دوی خپلې خوندې او لوڼې هم دیني وعصري زده کړې کوي، مګر پر همدغه استاد فارغ شوی افغان طالب بیا په افغانستان کې د هر څه مخالف دی، نظام ورته کافر ښکاري، ټاکنې کفر ګڼې، د زده کړو مخالف دی، د نجونو زده کړه سوچه کفر بولي او د عصري زده کړو مرکزونو په بمونو ورانوي، خو په پاکستان کې خپل مفتي، شیخ الحدیث، مرشد او استاد تقي عثماني، حافط فضل بړېچ چې همدا سږ کال په ټاکنو کې تر ناکامۍ څو ساعته وروسته ومړ، د اکوړې سمیع الحق، مفتي ذرولي خان، د وفاق مشر سلیم الله خان او د چمن مولوي عبد الغني ته چې دی هم تېر کال په یوه ټکر کې مړ شو نه شي ویلای، چې ولې ستاسو په هېواد کې هر هغه ناروا عمل په هماغه شکل روا دی او زما په هېواد کې ناروا؟ ولې تاسو په خپل په اصطلاح مرتد، فاسد، د بل غلام، ګوداګي او صلیب پال حکومت کې کار کولای شئ، خو موږ یې نه شو کولای، ولې ستاسو په هېواد کې د ښځو زده کړه روا ده او زموږ په هېواد کې ناروا، ولې ستاسو په هېواد کې ټاکنې اسلام دی او زموږ په هېواد کې کفر، ولې ستاسو په هېوا د کې وضعي قوانین د الله له حاکمیت سره ټکر نه لري او زما په هېواد کې یې لري؟

دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې

One thought on “طالبان؛ هلته –  دلته/ خلیل خپلواک”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *