تاند، شنبه، د ثور ۶مه: د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، طالبانو د سولې له هوکړې وروسته پر افغان ځواکونو نږدې درې زره بریدونه کړي چې له کبله یې ۷۸۹ ملکي وګړو ته تلفات اړولي دي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل نن شنبه په دې اړه په کابل کې خبریالانو ته وویل، طالبانو له امریکا سره د سولې تر هوکړې وروسته بریدونه کم کړي نه دي بلکې زیات کړي یې دي.
نوموړی وايي طالبانو یوازې په تېره یوه اوونۍ کې یې په بیلابیلو ولایتونو کې ۳۴ ملکیان وژلي او ۶۲ نور ژوبل دي.
د فیصل په خبره طالبانو د سولې له هوکړې راوروسته پر افغان ځواکونو ۲۸۰۴ بریدوه کړي چې په ترڅ کې یې ۷۸۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړی زیاتوي، طالبان هره ورځ پر افغان ځواکونو په اوسط ډول ۵۱ بریدونه ترسره کوي، چې لږ تر لږه ۱۵ ملیکانو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.
نوموړی وايي، د افغان ځواکونو په فعاله دفاع کې د طالبانو د نښتو پر مهال له ۲۷۰۰ څخه زیاتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده: (( یوازې تېره اوونۍ د طالبانو ۹۳ غړي زموږ په دفاعي جګړه کې وژل شوي او ۲۱۰ نور یې ژوبل دي.))
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د ولسمشر غني لخوا په روژه کې د اوربند وړاندیز یې غیر معقول بللی دی.
د دوی ټینګار دا دی چې بندیان یې ورخوشې نه شي، د جګړې راکمولو غوښتنه معقولیت نه لري.