تاند، شنبه، د دلوې ۱۲مه: د قطر دفتر یوې مؤثقې سرچینې تاند ته ویلي، ملا امیرخان متقي د سیاسي هیئت له پلاوي څخه منفک شوی دی.

سرچینه وايي، امیرخان متقي چې په اسلام اباد او کویټه کې جایدادونه لري، له ډېر مجبوریته پاکستاني چارواکو ته د قطر دفتر معلومات رسول.

سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط دا هم وايي چې ښاغلي متقي د طالبانو په ډله کې د اختلاف اچولو هڅه کړې او د مولوي محمد نبي له زوی سره یې پلان جوړ کړی و چې بیرته د هغه حرکت اسلامي ګوند راژوندی کړي.

سرچینه وايي، طالبانو پر ملا امیرخان متقي دا تور هم لګولی چې خلیلزاد ته یې پټ معلومات استولي دي، له همدې کبله ملا هیبت الله امر کړی چې له دې وروسته به شریف ترکمن د ملا امیرخان متقي پر ځای د قطر غړی وي.

One thought on “طالبانو، امیرخان متقي پاکستان او خلیلزاد ته په جاسوسۍ له دوحې دفتره منفک کړی”
  1. زما خوپه دی شک دی چې طالبانو به متقی د پاکستان په غلامی تورن کړی وی خو پاکستان دی چی طالبانو او د متقی په مصلحت یې متقی منفک کړی تر څو وښایی چې طالبان هم پاکستان نه منی. په نتیجه کی به د متقی جایدادون په ځای او طالبانو به یو بل امتیاز پاکستان ته ډالی کړی وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *