تاند، چهار شنبه، د عقرب ۸مه: راپورونه وايي، طالبانو د بادغیس جوند ولسوالۍ خلک په اقتصادي محاصره کې نیولي او د هغو کورنیو غړي شکنجه کوي چې د کور یو یا څو غړي يې په حکومت کې دنده ترسره کوي.

د بادغیس د ولایتي شورا مرستیال عبدالله افضلي له تاند سره په خبرو کې وايي، طالبانو له اوږدې مودې راهیسې د جوند ولسوالۍ ته ټولې تللې لارې تړلې وې خو اوس یې د ځايي خلکو د ځورونې او شکنجې کار ته هم مخه کړې ده.

د ښاغلي افضلي په خبره ځايي خلک د طالبانو تر سخت اقتصادي فشار لاندې ژوند کوي او د خوراکي توکو له سخت کمښت سره لاس و ګرېوان دي.

نوموړی وايي، که طالبان خبر شي چې د جوند ولسوالۍ د کومې کورنۍ غړی دولتي دنده لري، ورځي او د کورنۍ غړي یې په زور له کوره راباسي، شکنجه ورکوي، ځوروي یې او دې ته یې اړ کوي چې خپل خپلوان له دولتي دندو راوباسي: (( خلک کډې هم نه شي ایستلی، دوی په ډېر بد وضعیت کې دي.))

خو د بادغیس د امنیه قومندانۍ ویاند تحصیل حیدري تاند ته وايي، د جوند محاصره له دوه اوونیو دوام لري خو له دې ټکي ناخبره دي چې طالبانو د سیمې د خلکو په ځورونه هم لاس پورې کړی دی.

نوموړی وايي، افغان ځواکونه اراده لري چې د بادغیس د جوند ولسوالۍ محاصره ژر تر ژره ماته کړي.

بلخوا طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي چې د جوند له خلکو سره یې جنګیالیو څه ډول سلوک روان کړی دی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *