تاند، جمعه، د عقرب ۳مه: طالبانو په غور ولایت کې د سي، ایچ، ای په نوم د روغتیايي موسسې پر موټر ډزې کړې دي.
مسوولان وايي، پېښه د غور ولایت، فېروز کوه اړوند په خرمرده سیمه کې شوې ده.
د غور امنیه قومنداني وايي، د طالبانو په ډزو کې د سي، ایچ، ای موسسې یوه ښځینه کارمنده وژل شوې او یو بل کس ژوبل دی.
له پېښې څخه د یادې موسسې درې نارینه کارمندان ژوندي وتلي او تښتېدلي دي.
مسوولان وايي، د سي، ایچ، ای موسسې کارمندان د فېروزکوه لویدیځو سیمو ته د روغتیايي خدماتو لپاره روان وو، چې طالبانو پرې ډزې کړې دي.