تاند، یکشنبه، د حمل ۲۴ مه: په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي؛ په کندهار کې د دوی لخوا نن ۲۰ حکومتي بندیان ازاد او سره صلیب ته سپارل شوي دي.
دغه کسان به نن شپه ناوخته کندهار ښار ته ورسیږي او سبا سهار به په ولایت مقام کې تر تثبیت وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شي.
د کندهار والي حیات الله حیات وایې تر هغو چې دا کسان دوی ته نه وي تسلیم شوي په اړه یې څه نشي ویلای.
په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو لخوا په خپره شوې ویدیو کې لیدل کیږي چې خوشي شویو کسانو ته پنځه زره افغانۍ او د خوشي کیدو مبارکي ورکوي.
خو ځینو طالبانو د خوشي شویو کسانو په اړه شک څرګند کړی خو د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی تاییدوي چې د افغانستان د حکومت له خوا په ۳۰۰ خوشې شویو بندیانو کې ډېری طالبان دي او د دوی له نوملړ سره سمون لري.
د حکومت له خوا د طالب بندیانو د خوشي کولو په لړ کې د قطر د سیاسي دفتر ویاند ویلي؛ دوی هم شل حکومتي بندیان آزاد کړي او په کندهار کې یې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته سپارلي دي.
یوه طالب سرچینه بیا وایي، طالبانو ۲۰ خوشې کړي حکومتي بندیان د کندهار ښورابک ولسوالۍ کې چې له پاکستان سره پر کرښه پرته ده د سره صلیب مامورینو ته وسپارل.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت د امنیت شورا ویلي؛ د دوی له خوا د یکشنبې پر ورځ د طالب بندیانو درېیمه سل کسیزه ډله هم خوشې شوه، چې له دې سره د حکومت لخوا د خوشي شویو طالب بندیانو شمېر ۳۰۰ ته ورسید.
د امریکا او طالبانو د شوې هوکړې له مخې؛ باید د افغانانو ترمنځ د خبرو له پیلیدو مخکې پېنځه زره طالب بندیان او زر حکومتي بندیان خوشې شي؛ خو دا بهیر هغه وخت له اختلافونو سره مل شو، چې د طالبانو تخنیکي پلاوی له حکومت څخه د دغې ډلې د پنځلس مهمو قومندانانو د خوشي کیدو غوښتونکی شو.