تاند، شنبه، د عقرب ۲۵مه: رویټرز اژانس د یو افغان چارواکي له قوله خبر ورکړی چې د حقاني شبکې او امریکايي پوهنتون د استادانو د تبادلې هوکړه ځنډېدلې او طالبانو هم ویلي چې د امریکايي پوهنتون استادان یې یو نوي خوندي ځای ته لېږدولي دي.

ولسمشرغني د سه شنبې په ورځ اعلان کړی و چې انس حقاني، مالي خان او قاري رشید د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو کیون کنګ او تیموتي ویکس په بدل کې خوشې کوي.

خو د چهار شنبې په ورځ امریکايي چارواکو په واشنګټن کې وویل چې لا بندیان نه دي تبادله شوي، د جمعې په ورځ بیا افغان چارواکو وویل چې دا تبادله ځنډېدلې خود طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا رویټرز ته په خبرو کې امریکا د دغې هوکړې په نه عملي کېدو کې مسووله بللې ده.

رویټرز وايي، د انس حقاني په شمول درې طالب بندیان قطر ته روان کړای شوي وو، خو د تبادلې د نه ترسره کېدو له کبله هغوی بیرته باګرام ته راوړل شوي دي.

خپلوانو یې هم رویټرز ته ویلي چې دوی ته نوي کالي ورکړل شوي او له بګرام څخه ایستل شوي وو او خپلوانو یې ورسره خبرې هم کړې دي خو کله یې چې په ساعتونو ورسره خبرې ونه شوې او الوتکه په دوحه کې ښکته نه شوه، نو دوی شکمن شول.

سرچینو دا هم ویلي چې په بګرام زندان کې له بندي طالبانو یې هم اورېدلي دي چې د انس حقاني په شمول درې طالب بندیان بېرته بګرام ته راوړل شوي دي.
یوې طالب سرچینې خو لا دا هم ویلي چې طالبان دې پېښې خورا هیښ او خپه کړي دي، مګر کله چې تبادله ونه شوه، طالبانو په عاجل ډول د امریکايي پوهنتون استادان یو نوي ځای ته لېږدولي دي.

د امریکايي پوهنتون استادان په ۲۰۱۶ کال کې له کابل څخه وتښتول شول چې یو کال وروسته په ویډیو کې راښکاره شول او د امریکا له ولسمشر ټرمپ څخه یې غوښتنه وکړه چې د طالبانو له بنده دې یې خلاص کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *