تاند- په قطر کې د وسله والو طالبانو دفتر نن وویل چې د دې ډلې د مشر ملا اختر محمد منصور په غوښتنه یې پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې، چې رسنیو ته یې لېږلې، ویلي چې پاکستان ته دغه پلاوی د دې لپاره تللی چې له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو، سرحدي مسایلو، د ملابرادر او نورو بندیانو د خلاصون په اړه خبرې وکړي.
ویل شوي چې د طالبانو په پلاوي کې ملا شهاب الدین دلاور او ملا جان محمد شامل دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستان ته د دغه پلاوي د استولو پرېکړه د دې لپاره شوې چې افغانان له پاکستان سره نژدې اړیکې لري او دوه هیوادونه اوږدې پولې او سوداګري اړیکې لري.
طالبانو دغه راز په اسلام اباد کې د خپل پلاوي د بحث بله موضوع په پاکستان کې د ډېر شمېر افغان کډوالو موجودیت یاد کړی دی.
طالبانو وروسته له دې پاکستان ته د خپل پلاوي سفر تایید کړ چې د افغانستان ولسمشر د سولې په خبرو کې د پاکستان پر ژمنو نهیلی شو او ویې ویل، نور له پاکستانه نه غواړي چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي بلکې له دغه هیواده غواړي چې له خپلې ژمنې سره سم په خپله خاوره کې د طالبانو پر ضد اقدام وکړي.
د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز پرون د ولسمشر غني د څرګندونو په ځواب کې وویل چې د طالبانو پر ضد به هغه وخت د ټولو په مشوره اقدام وکړي چې دې ډلې ته د خبرو فرصت ورکړای شي.
پاکستان په څلور اړخیزه غونډه کې ژمنه کړې چې که طالبان د پاکستان په غوښتنه خبرو ته حاضر نه شول د هغو پر ضد به اقدام وکړي او لږترلږه کار چې د دې ډلې پر ضد کولی شي هغه دا دی چې د دې ډلې مشران به د پاکستان له خاورې وباسي.