کندهار افغانستان ـ دکندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي يو تن ملکيسړی د طالبانو په ډزو لگيدلى او
زخمي سوى دى .
ياد ملکي کس تېره ورځ د پنجوايي ولسوالۍ د تلوکان په سيمه کي هغه مهال د طالبانوپه ډزو ولگېد کله چي وسلوالو مخالفينوپه سيمه کي د پوليسوپر پوسته وسلوال بريد وکړل.
په بريد کي پوليسوته مالي او ځاني زيان نه دى اوښتی خو ياد ملکي سړی زخمي سوى دی.
پوليس وايي په ياده سيمه کي يې د پلټني پر مهال ٢٦ حلقې ماينونه هم کشف او ترلاسه کړي دي.
بل خوا د شاوليکوټ ولسوالۍ د سياسنګ او سنګي په سيمو کي د مخالفينو پر ضد د ترسره سويو چاڼيزو عملياتو پر مهال افغان ځواکونو ١٦ حلقې ماينونه او دوه مشکوک کسان نيولي دي.