تاند، سه شنبه، د اسد ۲۲مه: کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو تر اوسه له خپلو زندانونو څخه د اختر په مناسبت د خوشې کړیو ۷۶ کسانو په ډله کې یو افغان سرتېری هم نه دی خوشې کړی.

کورنیو چارو وزارت تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، خوشې شوي کسان د خوست، کندوز، ارزګان او سرپل خلک دي چې د دوی د پلټنو په اساس یو افغان سرتېری هم په کې نه شته چې ګواکې طالبانو دې راخوشې کړی وي.

کورنیو چارو وزارت وايي، که طالبانو رښتیا هم د امنیتي ځواکونو د خوشېکولو پرېکړه کړې وي، نو د هغوی د نومونو لیست دې خپور کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې افغان حکومت د ملي امنیت له زندانونو څخه د سولې برخه کې د ښه نیت په خاطر ۳۵ طالب بندیان خوشې کړل.

دغه راز یې کوچني اختر کې هم ۹۰۰ طالبان خوشې کړي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *