ارشیف

تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۲مه: د ارزگان ځايي چارواکي وايي، طالبانو تېره ورځ په دې ولایت کې د عامې روغتیا وزارت د ودانیزې پروژې دوه کارمندان وژلي دي.

د ارزګان د والي ویاند زړګی عبادي وايي، دا دوه کسان عصمت الله او عبدالباري د ترینکوټ د ده یک کلي کې اوسېدونکي او طالبانو له برمته کولو وروسته وژلي دي.

نوموړی وايي، طالبانو دا دوه کسان د عامې روغتیا وزارت اړوند پر یو کلینیک د روان کار څخه د یکشنبې په ورځ بیولي وو او تېره ورځ یې وژلي دي.

طالبانو تر اوسه د دې خبر په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې طالبانو د بغلان – کندوز پر لویه لار د پوهنتون یو مشر استاد او د لوګر- کابل پر لاره د پکتیا د محکمې ۴ قاضیان هم وژلي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *