تاند، شنبه، د سنبلې نهمه: ارزګان کې یونیم لک ماشومان له پولیو واکسینو پاتې شوي چې مسوولیت یې په طالبانو اچول کیږي.

په ارزګان ولایت کې روغتیايي مسؤلینو رسنیو سره په خبرو کې ویلې چې سږ کال طالبانو یولک څلوېښت زره ماشومان د پولیو له واکسینو بې برخې کړي دي.

مسؤلین وايي، یاد ماشومان د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسواليو کې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي چې له تېر یونیم کال راهیسې د پولیو له واکسینو بې برخې دي.

له دې سره په دغه ولایت کې د پولیو ناروغي د نورو کلونو په پرتله څو برابره زیاته شوې چې ځايي خلک يې اندېښمن کړي دي.

یوازې سږ کال په ارزګان کې نهه د پولیو مثبتي پېښې ثبت شوي.

دوی همدا راز وایي روان میلادی کال کې له روغتیایي مرکزونو سره پنځوس مشکوکي پېښې ثبت شوي چې پنځه یې مثبتي ختلې.

د سیمي خلک د وسلوالو طالبانو دغه کار له ماشومانو سره دښمنې ګڼې.

وسله وال طالبانو تازه ددې ادعاوو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې دا ډول خبرې رد کړي چې ګڼې دوی د پولیو د واکسین مخه نیولې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *