طالبانو په یوه لیک کې له ټولو وسله والو غوښتنه کړې چې په خپلو لیکو کې کم عمره ځوانانو (لغړزنو) د ساتلو مخنیوی وکړي.
د طالبانو له دې خپور شوي لیک څخه ښکاري چې د طالبانو په لیکو کې په پراخه کچه لواطت روان دی او هغه ځوانان چې ږیرې نه لري او د طالبانو په لیکو کې دي، د جنسي غریضې د سړولو لپاره ساتل کیږي.
په طالبانو له دې وړاندې هم راپورونه خپاره شوي و په لیکو کې يې د لواطت ګراف لوړ دی او زیاتو سیمو کې قومندانان له ځانونو سره خامه خوله هلکان ساتي او د شپې له لورې ورسره لواطت کوي.
که څه هم د طالبانو دې لیک کې لارښوونه شوې چې نباید خامه خوله یا لغړزني هلکان په لیکو کې وساتل شي، خو په دې لیک کې هیڅ ډول خبرداری نه دی ورکړل شوی.
د طالبانو لیکو ته اکثره کم عمره ځوانان ورځي او لامل دا دی چې دا ډول هلکانو باندې فریبانه تبلیغات ژر اغیز کوي او لیکو ته جذبیږي.
د طالبانو له لیکو زیات کې کم عمره ځوانان له همدې کبله تښتیدلي چې د شپې له لوري یا په خوښه، یا په مجبوریت او په زرو پرې جنسي تیری شوی او ان تر دې په ډله ییز ډول خامه خوله هلکان تر جنسي تیري لاندې نیول شوي دي.
طالبان په خپلو لیکو کې د لواطت په مخنیوي کې ځکه پاتې راغلي چې د جګړې لیکي یې اکثره د کم عمره ځوانانو څخه ډکې دي او اکثرا قومندانان یې لوطیان دي او مخه یې نه شي نیول کیدلی.
که طالبان خامه خوله هلکان او لوطي قومندانان له خپلو لیکو وباسي، نیمایي کسان به یې هم لیکو کې پاتې نه شي، نو د طالبانو رهبري له همدې کبله نه توانیږي چې د لواطت مخه په جدیت باندې ونیسي.
له دې سره یو ځای طالبانو په بل لیک کې له طالبانو غوښتي چې د امام اعظم صاحب له مذهب پرته د نور ډلو( وهابي، سلفي، پنجپير او بریالویان) له خپلو لیکو وباسي.
طالبانو انديښنه ښودلې چې د امام صاحب له مذهب پرته نورې ډلې مسلمانانو کې اختلافات پيدا کوي او نباید د طالبانو په مشرۍ او رهبرۍ کې ځای ولري.
طالب مشرانو او قومندانانو ته په لیک کې لارښوونه شوې چې هر څومره ژر کیدای شي، د نورو ډلو مخه ونیسي او له خپلو ډلو یې وباسي.
د طالبانو دا لیک د طالبانو د پاشلو ویره هم پيدا کړې، ځکه د طالبانو په لیکو کې د امام اعظم صاحب د مذهب پرته نورې ډلې هم شته.