تاند- پاکستان وايي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د مري په خبرو کې پر دوو مهمو مسلو موافقه وشوه.
د پاکستان د رسمي سرچینو له راپور سره سم، په دې خبرو کې دواړو خواوو ومنله چې خبرو اترو ته به له روژې وروسته دوام ورکوي او تر نهايي موافقې پوري به د یو بل پرخلاف لوی عملیات نه کوي. که څه هم د اوربند یادونه نه ده شوې او نه هم د لویو عملیاتو تعریف څرګند شوی خو په حقیقت کې د دوی دا موافقه د اوربند معنا لري.
همدې ټکي ته په پام دوی ویلي چې ممکن د دواړو خواوو ناراض عناصر یوه نیمه حمله وکړي.
دوی دا نه دي ویلي چې طالبان به پر بهرنیو پوځیانو هم حملې نه کوي او نه یې دا یادونه کړې کبهرني پوځیان له دې قاعدې ایستل شوي دي.
د پاکستاني رسمي سرچینې وايي چې د دواړو خواوو خبرو تر پشلمي پوري روانې وې. حال دا چې پرون ویل شوي و چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي معین حکمت خلیل کرزي په مشرۍ افغان پلاوي د طالبانو له استازو سره دوه ساعته خبرې وکړې.
په دې خبرو کې د طالبانتو د قطر د دفتر غړیو قاري دین محمد حنیف، ملا جلیل او ملا عباس ستانکزي برخه لرله.
طالبانو په مري کې د افغانستان له حکومت سره خبرې په غیرمستقیم ډول تایید کړې. د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته نن وویل چې د طالبانو د تحریک سیاسي دفتر بشپړ واک لري چې حالاتو ته په کتو د اسلامي اصولو په رڼا کې او د ملي ګټو پر اساس خبرې وکړي.
خو اسوشیتید پریس خبري اژانس د پاکستاني چارواکو په قول وايي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو استازو په خپلو لومړنیو مخامخ خبرو کې د خبرو اترو د دوام او د اعتماد رامنځته کولو لپاره د هڅو د جاري ساتلو په برخو کې پرمختګ کړی دی.
دې معتبر خبري اژانس د اوربند مسلې ته له اشارې پرته ویلي چې د طالبانو او افغان حکومت د استنازو په خبرو کې سلا وشوه چې د روژې له مبارکې میاشتې وروسته به خبرې دوام کوي.
له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو پلاوو په خپلو خبرو کې موافقه کړې چې خبرو ته به دوام ورکوي او د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد جوړولو ته اړتیا ده.
دغه وزارت همداراز ویلي چې دواړو افغان لورو په خبرو کې پر صداقت او جدیت تاکید کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا ویلي چې په خبرو کې د چین او امریکا استازو هم برخه لرله.
دې وزارت ویلي چې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو بل پړاو به د روژې له مبارکې میاشتې وروسته وي خو دقیقه نېټه یې لا نه ده ټاکل شوې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د افغانستان د حکومت، طالبانو او ملګروملتو مننه کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د مري د خبرو هرکلی کړی او هغه یې په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو لور ته لومړنی ګام بللی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د کوربه توب د ستاینې ترڅنګ هیله څرګنده کړې چې دا خبرې په افغانستان کې د تلپارتې سولې سبب شي.
د دې خبر له خپرېدو څو شېبې وروسته د ذبیح الله مجاهد له لوري په یوه خبرپاڼه کې، چې رسنیو ته یې لېږلې، ویل شوي دي چې :« نن مازدیګر دپکتیا زرمت ولسوالۍ هستوګنه سیمه کې د پولیسو اواربکیانو په مهم مرکز د موټر په مټ فدایي برید وشو لسګونه پولیس قتل اوټپیان شول..»