وال ستریټ ژورنال: طالبانو د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه خپل دریځ نرم کړی
تاند- ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د قطر خبرې نن /پنجشنبه/ پای ته ورسېدې او دواړو خاواوو په خپلو خبرو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
پاکستاني سرچینې وايي چې دواړو خواوو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو د مهالوېش پر سر په بحثونو کې پرمختګ کړی دی.
د قطر په خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، اوربند، د طالب بندیانو پر خلاصون او له تور لیسته د طالب مشرانو د نومونو پر ایستلو خبرې وشوې.
وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې د دوحې په خبرو کې وسله والو طالبانو موافقه وکړه چې د القاعده په شمول به هیڅ تروریستي ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې پر امریکا یا نورو هیوادونو د برید هڅه وکړي.
وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ له خبرو د معلومات لرونکو سرچینو په قول ویلي چې د قطر په خبرو کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو او د امریکايي پوځیانو د اډو د څرنګوالي په اړه هم خبرې شوي دي.
دوی ویلي چې طالبانو د خپلو بهرنیو متحدانو د فشار په نتیجه کې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه په خپل دریځ کې نرمښت راوړی دی او دې ته متوجه شوي چې که امریکا ووځي ښايي د افغانستان حالات کړکېچن شي.
د پاکستان د بهرنیو چارووزارت ویندوی محمد فیصل نن په یوه خبري غونډه کې وویل، پاکستان د خپل مسوولیت په توګه د قطر په روانو خبرو کې اسانتیا رامنځته کړې ده.
د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د قطر خبرې د دوشنبې په ورځ پیل شوې او ګومان کېږي چې نن به وروسته دواړه خواوې یوه اعلامیه هم خپره کړي.
تراوسه پورې حرګنده نه ده چې د اوربند او د بحث د نورو موضوعاتو پر سر د دواړو خواوو ترمنځ کومه موافقه شوې او که نه ده خو ځینې سرچینې وايي چې امریکا اصرار کوي چې د بندیانو د خلاصون او له تور لیسته د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو مسلې د افغانستان له حکومت سره تړاو لري. د دوی په وینا که د افغانستان حکومت، چې ملګروملتو په رسمیت پېژندلی، ونه غواړي هیڅوک د طالبانو مشران له تور لیسته نه شي ایستل او بندیان هم د افغانستان په محبسونو کې دي.
دا پاکستاني پوځیان وي. دوی څه تورې کونې نیولې دي او روان دي. لعنت شه او په پاکستاني پوځ او استخباراتو یې شه چې له څلویښتو کالونو راهیسې په یو او بل نامه افغانان وژني.
د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د قطر خبرې د دوشنبې په ورځ پیل شوې او ګومان کېږي چې نن به وروسته دواړه خواوې یوه اعلامیه هم خپره کړي.