تاند: شنبه: نن د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې په لسمه نېټه قطر هېواد کې طالبانو او امریکا ترمنځ سولې هوکړه د ملا برادر او زلمي خلیلزاد لخوا شوه.

دغه مراسم چې د قطر هېواد په دوحې ښار کې جوړ شوي وو، د طالبانو له اړخه څخه ملا برادر او د امریکا له لوري د زلمي خلیلزاد د سولې هوکړه لاسلیک کړه.

امریکا او طالبانو له کابو یو کال راهیسې د سولې خبرې په قطر کې پیل کړې و، چې بلاخره نن په رسمي توګه د سولې هوکړه لاسلیک شوه.

دې سره هم مهال کابل کې ولسمشر غني د امریکا د دفاغ وزیر مارک اسپر او د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبړګ سره ګډه ناسته وکړه، او دغه لړ کې یې امریکا او افغان حکومت ګډه اعلامیه خپره کړه.

د افغان حکومت او امریکا ترمنځ په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې له طالبانو سره د امریکا تر هوکړې وروسته به امریکايي ځواکونه د څوارلس میاشتو په اوږدو کې افغانستان پرېږدي.

بخوا طالبانو قطر کې رسنیو ته ویلي چې د سولې تر هوکړې وروسته به د طالبانو پنځه زره بندیان هم خوشې کړل شي.

که څه هم د افغان حکومت او امریکا ترمنځ ګډه اعلامیه کې د طالبانو د بندیانو د خوشې کېدو په اړه څه ندي ویل شوي، خو تر دې مخکې د افغان حکومت یو شپږ کسیزه پلاوی قطر ته د همدې موضوع لپاره استول وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *