تاند- هم وسله والو طالبانو او هم داعش یا اسلامي دولت د کابل پر حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د نن ورځې د راکټي برید مسوولیت په غاړه واخیست.
وسله والو طالبانو ادعا کړې چې دا برید دوی کړی او هدف یې د امریکا دفاع وزیر جېمز ماتیس و چې نن ناببره افغانستان ته راغی.
له طالبانو لږ وروسته داعش یا اسلامي دولت سختدریځې ډلې د خپل خبري اژانس اعماق په ویبپاڼه کې ادعا وکړه چې دا برید دوی کړی دی.
راپورونه وايي چې افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر جېمز ماتیس او د ناټو د سرمنشي ینس ستولتنبرګ له رارسېدو څو ساعته وروسته د کابل پر حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر لږترلږه ۶ راکټونه ولګېدل.
امنیتي چارواکي وايي چې راکټونه د هوايي ډګر پوځي برخې ته نژدې لګېدلي خو نه یې مرګ ژوبله پېښه کړې او نه تاوان.