ثاقب افغان
د قطر غونډی ته د امارت لخوا ور بلل شوی وم ، له بده مرغه موږ چې کله قطر ته ورسیدلو نو ومو کتل چې دلته صورتحال تر کوئټې هم خطرناک وو. هماغه استخباراتي او مافیایي کړۍ دلته هم فعالې وې، هماغو د آی ایس آی مزدورانو دلته هم د ملا برادر اخند تر لمن لاندې ځالې جوړې کړي وې. دلته ما ولیدل یواځې څېره د ملا برادر وه، دلته کار او کتار ټول د آی ایس آی وو. دلته الا ماشاءالله هر کس په شخصي ظرفیت کې له ای ایس آي سره تړلی و او دلته د دوي تولو تر منځ د آی ای آی د تقرب د ترلاسه کولو لپاره رسه کشي او رقابت روان وو.
ما ولیدل چې د دفتر هر غړی ته په قطر کې د پاکستان له سفارته د آي ایس آی د چارواکو ازادانه لاسرسی وو او د دفتر غړي به د پاکستان په سفارت کې داسې ګرځېدل لکه زومان د خواښې کره. یو بل شی چې ما دلته ولید د دفتر زیاتره غړو د یوه بل پر خلاف آي ایس آي ته جاسوسي کوله. آي ایس آي د شناخته کارټونو او تعلیمي سکالرشیپونو په بدل کې زموږ د صف داسې شیوخ او استاذان کل استخدام کړي چې پر لمن یې ملایکې  لمنځونه کوي.
دلته د دفتر ټول غړي د یوه بل نژدې خپلوان دي، مثلا د استاد یاسر زوی عمار بن یاسر د شهید اخترمحمد منصور اوښی دی، ملا برادر له ځان سره خپل زوی راوستلی او هغه یې مقرر کړی دی، دمتقي د ورور احمد له شړلو وروسته یې اوس بل ورور احمد نبی دلته د آی ایس آی لپاره کار کوي. سهیل شاهین خبل دوه زامن نجیب او مطیع په حساسو چوکیو ګومارلي دي. عمر خوړلي او شیخ فاني مولوي جان محمد مدني خبل زامن د بیت المال په پیسو مفت ډودۍ خواره ګومارلي دي. د نن اسیا ویبپانی د لاری د پاکستان سفارت فدا محمد مدنې ته هره میاشت باقاعده تنخوا ورکوی پدی شرط چی هره میاشت یو درجن  د پی ټی ایم خلاف منفی خبرونه خپاره کړی.
امیرخان متقي چې د ای ایس آی ځانګړې استخباراتي سسټم ته لاس رسی لري پر ملا برادر دومره حاوی شوی چې د هغه ساده پټان ذهنیت یې اوس بالکل ور اړولی دی، تر دې پورې چې هغه اوس په دفتر کې د آی ایس آي تر ټولو لوی مدافع ګڼل کیږي. د تړون د لاسلیک نه یوه ورځ وړاندې موږ قطر ته ورسېدلو. یو ځای میلمستیا ته روان وو چې حاجي ملا برادر اخند ته زنګ راغی، ما اوریدل چې له هغه لورې ورته وویل شول چې قطریانو ته ووایه چې د آي ایس آي مشر جنرال فیض او جنرال حسن تیمور  هم مراسمو ته در وغواړي. حاجي ملا صاحب سم له لاسه دفتر ته زنګ ووهل چې قطریانو ته وایی چې پاکستانی جنرالان هم را وغواړي، دغه مکالمې میلمستیا ته تر رسیدو وغځیدی . ځای ته چې راغلو بیا یې مشران را وغوښتل او دغه خبر یې ورته وکړه، هغوی ورسره دلائل ویل او ده خوشکې ورته وکړې. څو ګړۍ وروسته ځینې قطري چارواکي راغلل او حاجی ملا صاحب ته یې قناعت ورکړ چې دا کومه استخباراتي غونډه نه ده چې هغوي را وغوښتل شي بلکې سیاسي غونډه ده او د شاه محمود قریشي شتون دلته کافي دی.
د آی ایس آي مداخله دلته هم ډېره اغیزمنه ثابته شوه چې لومړی پریکړه شوي وه چې تړون به شیرمحمد عباس ستانکزی او خلیلزاد لاسلیکوي.
مولوی شهاب الدین دلاور د غونډی نه دوه ساعته وړاندی د خبریالانو ډلی ته وویل ملا برادر به قرارداد نه امضا کوی خو ملا برادر ته له اسلام آباده ټلیفون راغی او ورته ویې ویل چې عباس ستانکزي تېر کال په ابوظبۍ کې د آی ایس آي له مشر جنرال عاصم سره هغه وخت لانجه کړی وه کله چې یې د پروتوکول بر خلاف متقي په خصوصي طیاره کې راؤست او د مذاکراتو سالون ته یې ور ننه ایست  او دا چی ستانکزی یو وخت ملی فوځ کی پاتې شوی او هند کی فوځی زده ګړې در سره کړی باید دا قرار داد امضا نکړی ، د دې خبرې له اوریدو سره سم ملا برادر اخند عباس ستانکزی را وغوښت او ورته ویل یې چې تړون به زه لاسلیکوم. عباس ستانکزی هوښیار سړی وو، ورته ویې ویل چې سمه ده، تاسې یې لاسلیک کړئ. وروسته د قطر او طالبانو د تشریفاتو مسئولین راغلل او حاجي ملا صاحب ته یې د سهارنۍ غونډې د پروټوکول تدریس پیل کړ. قطري چارواکي ورته وویل چې د غونډې له بیل نه وړاندې به تا ته ستاسې یا زموږ د تشریفاتو یو کس درشی او ته به سالون ته ورسره راشې، سالون ته په را ننوتلو سره به لومړې قطار کی ناستوًملیمنو سره روغبړ وکړی ، هلته به د پومپیو په ګډون ټول خلک ودریږي، ته به له یوه سره له ټولو سره د لاس روغبړ وکړې.
خو کله چې د غونډې وخت نژدې شو . د قطر پروتوکول یو کس ځی بل راځي، اوس دې حاجي ملا صاحب راووزي. په پای کې چې دی راووتل نو د قطر د تشریفاتو کس راغی چې دی غونډې ته بوزي، ځکه میلمنو انتظار کاوه. خو حاجي ملا دغه مهال هم انکار وکړ او ویې ویل چې دی به له طالب مسئول سره سالون ته ځي. کله چې یې طالب مسئول ته ټلیفون وکړ هغه ورته وویل اخ اخ زما خو بلکل د یاده وتلی وی تاسوًلا نه یاست راغلی هلی زر کوې راځی تول تاسو ته منتظر دی.
حاجي ملاصاحب چې کله د غونډې سالون ته راننؤتل نو د نسوارو د توکړې ځای ترې ورک شو. سالون ته په ننوتلو سره د سرو بلبانو رڼا وارخطا کړ، ستانکزي سټېج ته رهبري کړ. هلته میلمانه د روغبړ لپاره ورته ودریدل خو  برادر دی نېغ ترې تېر شو او په خالي چوکۍ کې یې ځان واچاوه. له میلمنو سره ستانکزی له مجبوریته ستړی مشی وکړه.
ملا برادر بیا وروسته مونږ ته وویل زه بیخی وارخطا شوم بښنه غواړم پروتوکول او لاره بیخی رانه ورکه شوه.
د قرار داد د امضا نه دوه ورځی وروسته د ای ایس ای مشر راغلو برادر ته یی مبارکې ورکړه ..
دغه ډول حالت قطر ته راغلیو طالب مشرانو ته خواشینه ونکی دی .. ملا برادر اخند پاکستان څه درسره وکړل اوًته اوس څه ورسره کوی؟؟
وسلامً

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *