د کورنيو چارو وزارت وايي، طالبانو بزګرانو ته امر کړی چې د کوکنارو کرکیله زیاته کړي او دوی یې د محافظت ضمانت کوي.
د افغانستان په ګرمو سیمو کې د کوکنارو نېښ وهلو اول فصل پای ته رسېدلي خو د دې ولایتونو د محلي چارواکو د څرګندونو پر اساس، سږ کال دوی ته مرکزي ادارې د کوکنارو د کښت اړولو لپاره هېڅ پلان نه دی ورکړی، ځکه نو د پام وړ ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه نه دي پاکې شوي او د کوکنارو حاصلات خورا زیات وو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي: دښمن تر خپل واک لاندې سیمو کې خلکو ته امر کړی چې په خپلو ځمکو کې کوکنار وکري او نشه یي مواد تولید کړي، په دې اساس د افغان نظامي ځواکونو پالېسي داده چې د دښمن عایداتي سر چینې په نښه او وچې کړي.
((په روان شمسي کال کې زموږ پلان دا دی چې د دښمن د مرکزونو او مشرانو ترڅنګ، د نشه يي موادو د جوړولو هغه کارخانې هم ويجاړي کړو چې طالبانو ته یې ګټه رسېږي.))
د افغانستان د بیارغونې د څار د امریکايي بنسټ یا سیګار مشر جان سوپکو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې نشه يي مواد له هغو درېیو مهمو ستونزو څخه ګڼل کېږي چې د افغانستان امنیت او اقتصاد یې له ګواښ سره مخ کړي دي.
په وروستیو کې د افغانستان ځانګړي امنیتي ځواک دځمکې له لارې او هوايي قواوو، په فراه، هلمند او نیمروز کې د نشي توکو څو کارخونې او مارکیټونه په بشپړ ډول ویجاړ کړل. افغان امنیتي ځواک وايي، د طالبانو د عاید لویه سرچینه د کوکنارو مارکیټ، کارخانې او توليد دی او که دا سرچینه وچه شي، طالبان به جګړې ته ددوام تر عهده ونه وتلی شي.