تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده.

تاند ته رسېدلیو انځورونو کې ښکارې چې طالبانو د بغلان دهنه غوري سیمه کې تر خپلې ولکې لاندې یو بازار کې په سپینو ټوکرانو د خپلواکۍ د سلمې کلیزې مبارکي لیکلې او جنګیالي یې په موټرسایکلونو له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې دي.

 په بغلان کې امنیتي چارواکو هم تایید کړې چې د دغه ولایت ځینو سیمو کې طالبانو د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده.

بلخوا تاند ته د یو طالب قومندان وینا هم رسېدلې چې نوموړی په کې خلکو ته د خپلواکۍ د سلمې کلیزې مبارکي ورکوي او وايي چې د افغان ځواکونو پر وړاندې به یې جګړه روانه وي.

One thought on “طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده”
  1. عجیبه منطق او خبره ده چی دوی دا ورځ لمانځی ولی بیرغ یی سپین خور کړی نو دوی چی ازادی ورته دری رنګه بیرغ والاؤ تر لاسه کړی.. هغه د چا خبره وایی توره دی لالا کوی او مړي د عبدالله وهی…داسی لمانځل هیڅ ښه نه ښایی دوی سره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *