تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۷مه: د برښنا شرکت وايي، په سالنګونو کې کابل ته د راتېرې شوې برېښنا د ۲۲۰ کېلوولټه لاین یوه پایه بیا طالبانو په بمونو الوځولې او د کابل په شمول یې څو نور ولایتونه له برېښنا محروم کړي دي.
برښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې چې تاند ته هم رسېدلې ده ویلي، بیګا شپه یوه نیمه بجه په جنوبي سالنګ تنګي اجان کې د بریښنا یوه پایه په بمونو الوځول شوې ده چې له کبله یې د کابل په شمول په ټولو ولایتونو وارداتي بریښنا پرې شوې ده.
برښنا شرکت وايي، تخنیکي کارمندان یې سیمې ته رسېدلي دي خو د سیمې جغرافیه داسې ده چې نشي کولی ماشینونه ورته انتقال کړي.
طالبانو تر دې وړاندې هم په بغلان او کندوز کې د وارداتي بریښنا لاینونه وهلي او څو ورځې يې پر کابل او ولایتونو برېښنا پرېکړې وه.