تاند، جمعه، د حمل ۲۹مه: د پروان ولایتي چارواکي وايي، تېره شپه ناوخته د بګرام نظامي اډې شپږ تنه کارکوونکي په یو وسله وال برید کې وژل شوي او درې نور ژوبل دي.
د پروان د والي ویانده وحیده شهکار تاند ته پېښه تاییدوي او وايي، تېره شپه لس بجې د بګرام هوايي ډګر څو مترۍ کې دغه پېښه شوې او وسله والو د بګرام ۶ کارکوونکي وژلي دي.
نوموړې وايي، د دغه هوايي ډګر ټول ټال ۹ کارکوونکي کور ته روان وو چې برید پرې شوی دی: (( یو طالب بریدګر هم د دغو کارمندانو په متقابلو ډزو کې ژوبل شوی دی.))
بلخوا د پروان امنیه قومندان الوزي احمدي ویلی، چې دغه کارکوونکي د شپې شفټ دندې ته روان وو چې دوه موټرسایکل سپرو پرې برید کړ یدی: (( نهه تنو کې یې دوه د کاپیسا وو نور ټول د بګرام دي.))
طالبانو تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو دغې ډلې په امریکایانو له یوې نیمې میاشتې راهیسې د بریدونو نه ترسره کولو ژمنه کړې او پر افغانانو یې لا د بریدونو نه کولو هوکړه نه ده کړې.