د امریکا سفیر

تاند: په کابل کې د امریکا سفیر طالبانو ته پیغور ورکړی چې له یوې خوا د سولې خبرو کې د پرمختګ دعوې کوي له بلې خوا د خپل هیواد عامه تاسیسات نړوي.

جان باس دا خبره د سلام مخابراتي شبکې په تړاو د طالبانو د ګواښ او میدان وردګو او خوست کې د دې شبکې د پایو د نظامي هدف ګرځولو وروسته په ټویټر لیکلې ده.

طالبانو وړمه ورځ ګواښ وکړچې سلام شبکې ته به د فعالیت اجازه ور نه کړي، له دې سره سم یې له پرون راهیسې د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ او په خوست کې د سلام شبکې خدماتي مرکز په بمونو الوځولی دی.

طالبانو د خوست ښار منځ کې د سلام شبکې د دفتر په دروازه کې بمونه الوځولي چې دغه دفتر یې له منځه وړی دی.

دې کار د عامو افغانانو ترڅنګ د امریکا د سفیر جان باس غبرګون هم راپورته کړی او نوموړي ویلي، طالبان هم سوله کوي هم خپل ولسي تاسیسات له منځه وړي: (( دوی وايي سولې ته نږدې شوي یوو او موږ سوله غواړو خو بیا هغه مخابراتي شبکې الوځوي چې عام ولس ترې استفاده کوي اوس موږ او افغانان د طالبانو خبرې واورو که یې عملونه وګورو؟))

د سلام شبکې پر ضد د طالبانو د ګواښ وروسته ټولنیزو شبکو کې یو کمپاین پيل شوی چې له مخې يې ځوانان خلک هڅوي څو د طالبانو د تخریبي فکر پر ضد یو یو سلام سیمکارټ وپېري.

طالبانو ویلي، د سلام شبکې له لاسه د دوی تلفات ډېر شوي او وايي چې ګواکې دا شبکه سیمه کې د طالبانو جاسوسي کوي.

خو د مخابراتو وزارت وايي، هیڅ ګواښ د سلام شبکې د فعالیت مخه نه شي نیولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *