د ثور اوومه او اتمه د افغانستان ټولو خلکو او په تیره بیا سیاسي ډلو ته واضح پیغامونه لري خو زما په اند طالبانو ته د فکري استفادې لپاره لا ډیر څه لرلای شي.
د ثور د اوومې نېټې په نتیجه کې یو داسې حکومت جوړ شو چې چلوونکي یې د خپلې تورې په زور نازیدل او د زور او مشروعیت تر منځ یې خاص توپیر نه کاوه. زما په اند، طالبان هم په عمل کې ډیره تکیه په زور کوي او دا تصور ورسره دی چې که یې زور درلود نو نورې چارې به په خپله سمې شي. په زور باندې تکیه په لنډ وخت کې ممکن یو څه عملي نتایج ولري خو د وخت په تیریدو سره ټولنې ته داسې مشکلات جوړوي چې تر بل هر چا زیات تاوان پکې د زور پیروان کوي. د خلقیانو په وخت کې به په ښارونو کې چا دا جراات نه کاوه چې مثلا بي، بي، سي راډیو په زوره واوري ، ځکه که په کوڅه کې تیریدېونکي خلقیان خبر شوي وای، بیا دا امکان و چې د بي ، بي ، سي اورېدونکی وځوروي. دې ته ورته مثالونه د طالبانو په ساحو کې هم وینو. د طالبانو تر کنټرول لاندې کلیو کې خلک د تلویزیون انتنونه داسې ځایونو کې نصبوي چې له بهر څخه ښکاره نه شي، ځکه بیا یې د ځورېدلو وېره ده.
د ثور د اوومې نېټې کودتاچیانو په افراطي ډول د خپلې ایدیولوژي ننګه کوله چې دا کار طالبان هم کوي. د یوې نظریې او مفکرې افراطي پیروي دې ته وایي چې نورو کسانو ته په بده سترګه وکتل شي او د بل نظر څښتن ګمراه وبلل شي. په خپل نظر باندې تر حد زیات ټینګار او ځان تر هر چا هوښیار بلل، په شخصي ژوند کې هم جنجالونه جوړوي خو چې سیاسي ډله دا کار وکړي، بیا پکې ټولنې او هغې ډلې ته لوی تاوان دی. اجتماع د رنګارنګ خلکو لویه غیږه ده او دلته که د زغم او تحمل روحیه ونلرو، ډیرې ستونزې او بدمرغۍ رامنځ ته کیدای شي.
د ثور د کودتا د پلویانو او طالبانو تر منځ دریم لوی مشترک ټکی دا دی چې دواړو ډلو د چارو په سپارلو کې تجربې ته چندان اهمیت نه ورکاوه. د خلقیانو په وخت کې دا ممکنه وه چې یو شل کلن ځوان ولسوال یا رییس وي. طالبانو هوبهو د خلقیانو دغه عمل تکرار کړ او د بې تجربې کسانو په لاس یې هم ملک او هم ځان ته صدمه ورسوله.
د افغانستان د چپیانو او طالبانو یو بل مشترک ټکی دا و چې دوی دواړو د احزابو په تعدد باور نه درلود او غوښتل یې په ټول وطن کې یوازې د دوی اواز واورېدل شي او ټول وطن د دوی په خوښه وچلیږي. دغه مفکوره هم د افغانستان د ستونزیو او بدمرغیو یو لوی علت دی.
دغو دواړو ډلو ته چې خپل فکر تر هر چا ښه معلومیده او ځانونه یې تر نورو خلکو هوښیار ګڼل نو که به یې د دوی د لارې دوه کتابونه یو څه لوستي وو، هغه به ورته عالم ښکارېده او ډیر صلاحیت به یې ورکاوه چې دغه چلند وطن غرق کړ.
د ثور د اتمې پلویانو هم د ثور د اوومې د پلویانو په شان په زور عقیده لرله او فکر یې کاوه چې که د کابل یوه فرقه ونیسي یا یوه غره ته ټانک وخیژوي یا جنګي ځوانان د ځان ملګري کړي نور نو هیڅ مشکل ورته نشته خو د دنیا او افغانستان تاریخ او د بشر د زرګونو کلونو تجربو ثابته کړې ده چې په زور کلي نه کیږي او په خلکو باندې د واقعي حکومت کولو لپاره د هغوی خوښې ته کتل پکار دي.
د ثور د اتمې د پلویانو لوی عیب دا و چې دولتي نهادونه یې ړنګ کړل او ګومان یې کاوه چې هر څه به له سره جوړ کړي خو د دوی خرابي دومره تاوان ورساوه چې تر اوسه پورې نهادونه عادي حالت ته نه راګرځي. طالبان هم دولتي نهادونو ته په بې احترامي کې د ثور د اتمې نیټې تر توپکوالو کم نه وو او اوس هم چې طالبان د حکومت د ړنګولو او ختمولو لپاره مسلحانه فعالیت کوي، په حقیقت کې په افغانستان کې سستم او نظام له صفر سره ضرب کول غواړي چې که خدای مکړه په دې مقصد کې کامیاب شي نو د یو بل څلویښت کلن جنګ او یوې بلې څلویښت کلنې ګډوډۍ تخم به یې کرلی وي.
د ثور اوومه او اتمه طالبانو او بلې هرې هغې ډلې ته چې د منطق او تساهل او تفاهم په ځای په زور او خشونت او قتل عقیده لري، دا پیغام لرلای شي چې خپله رویه بدله کړئ. خپلو خلکو ته احترام ولرئ. په توره او ستم مه نازیږئ او په دې مه خوشحاله کیږئ چې نن مې دومره ووژل او نن مې دومره ټپیان کړل. دا وطن او د زمکې د مخ بل هر وطن په سوله، په همکاري، په تفاهم او انسانیت سره جوړېدلای شي او هر څوک چې د انسانیت او تفاهم په لاره مزل نه کوي په یقین سره چې په دنیا او اخرت کې دې د ډیر بد انجام متنظر وي.