ډاکتر نبي مصداق

دا یو واقیعت دی چې هر جنګ که هر څومره دوام وکړي، بیا هم د وخت او زمان د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حالاتو په بدلون سره پای ته رسېږي.

په افغانستان کې د وسله والو طالبانو جنګ هم د دوی د حکومت له نسکورېدو را په دې خوا پنځه لس کاله کېږي چې روان دی او په دې موده کې برسېره د هغو بهرنیانو په مړینه چې ۴۹ حکومتونو، عسکرو ته ور کړل، په زرګونو طالب، ملکي او نظامي افغانان هم په قتل رسېدلي دي.

طالبانو د آقینې د اور ګاډي د پټلۍ له پرانیستولو نه یوه ورځ مخکې په یوه خپره شوې اعلامیه کې چې سرخط ورځپاڼې یې یوه برخه نقل کړې، وايي: (در اعلامیه طالبان به ګونه یې خاص از پروژه های تاپی (د ګازو نل لیکه چې له ترکمنستان نه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ځي) کاسا ۱۰۰۰ (هغه زر میګا واټه برېښنا چې له قرغزستان او تاجکستان نه د افغانستان له لارې پاکستان ته نقلېږي)، مس عینک، انکشاف راهای مواصلاتی، خط اهن، پروژه های تمدید برق و بند های ابی یاد اوري شده است.)(۲۰۱۶/نومبر/۳۰ د سرخط ورځپاڼه۳۸۶ مه ګڼه)

د ګازو او تېلو د نل لیکې تضمین د طالبانو یو پلاوي چې څو کاله مخکې ترکمنستان ته تللی و، د هغه هېواد لومړي رییس جمهور، ترکمن باشي ته ور کړی و.

ځکه چې ترکمن باشي دوی ته ویلي ول چې که زه ژوندی وم او که نه، دا د ګازو او تېلو نل لیکې به حتماً د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته غځېږي. که څه هم ایران هر ډول اسانتیاوې موږ ته پشنهاد کړي دي؛ خو موږ پوهېږو چې که افغانانو، شوروي اتحاد ته ماتې نه وای ورکړې، موږ به هیڅ کله هم ازادي نه درلوده. ځکه هم غواړو چې له افغانستان سره، په دې او نورو برخو کې مرسته وکړو.

دا چې اوس طالبانو د برېښنا هغه مزی چې پاکستان ته تېرېږي، هم یاد کړی او د نورې زیربینايي پروژو د نه تخریب او حتی د ساتنې ژمنه یې هم کړې ده؛ څو دلایل لري.

لومړی دا چې غواړي ترکمنستان او پاکستان ته ژمن پاتې شي. دوهم دا چې طالبان له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. له همدې کبله له یوې خوا له خلکو نه د عُشر او ذکات په نامه پیسې ټولوي او له بلې خوا سُست عنصره افغان اردو او پولیسو کې داسې کسان پیدا کوي چې په دوی باندې پوستې او ورسره ټول تجهیزات و پلوري، لکه چې دا کار په تکرار سره په هلمند او په کندوز ولایتونو کې شوی دی.

کابل ویسا ورځپاڼه د مانچسټر د ګارډین ورځپاڼې د یوه مطلب له مخې د وسله والو طالبانو د یو پخواني ډیپلوماټ له خولې چې ملا رحمت الله کاکازاده نومېږي لیکلي دي چې طالبان ورځ تر بلې له مالي پلوه کمزوري کېږي. له یوې خوا د دواړه خواوو تلفاتو ته پاملرنه کېږي او له بلې خوا، هغو عربو منابعو چې له طالبانو سره به یې مالي مرستې کولې، په دې جنګ کې د ماشومانو د وژنو له امله، خپلې مرستې بندې کړي دي. ګارډین لیکي چې (طالبان اوس دومره کمزورې شوي دي چې د خپلو سختو ټپیانو درملنه د پاکستان په روغتونونو کې نه شي کولای). د کاکا زاده په خبره، د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره، د روانې جګړې مشروعیت خورا کمزوری شوی دی. ګارډین لیکي چې کاکا زاده د طالبانو مشرتابه سره نېږدې اړیکې لري.

یو بل طالب قومندان ګارډین ته ویلي چې (د وسله والو طالبانو مالي سرچینې د لومړي ځل لپاره د تېر کال د جولای په میاشت کې هغه مهال کمې شوې چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مړینه اعلان شوه.) کاکا زاده هم زیاتوي چې (د طالبانو په مشرتابه کې په دې وروستیو کې دا مفکروه ډېره پیاوړې شوې، چې جګړه په ټپه درېدلې حالت ته رسېدلې، نه دوی کولای شي، چې افغانستان بیا په بشپړه توګه ونیسي او نه هم افغانستان کولای شي چې دوی په بشپړه توګه مات کړي. ښه دا ده چې د افغانستان له حکومت سره یو جوړ جاړي ته ورسېږي.)

د ولسمشرر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي هشت صبح ورځپاڼې ته (۱۳۹۵/۹/۱۰) ویلي دي: (طالبان در عمل ثابت کنند که به زیر ساخته و به تاسیسات عام المنفعه اسیب وارد نمی کند.) ښاغلی مرتضوي له هغو ورانکاریو نه چې طالبانو ښوونځیو، جوماتونو، صیحي مرکزونو او نورو ځایونو ته رسولي، وايي: (در طول دوه ماه فعالیت های ترورستی ګروه طالبان، در یازده ولایت کشور، ۳۰۲ بابه مکتب، ۴۱ مرکز صحی، ۵۰ محراب مساجد، ۵۳۰۵ باب منزل مسکونی، ۱۸۱۸ بابا دوکان، یک باب ساختمان دولتی، ۶ پایله پل، ۲۹۳ معبر، ۱۷۰ پلچک، ۱۲۳کیلو متر سرک، ۲۰۳ دیوار استنادی و ۸۴ مراکز ارایه خدماتی، تخریب شده و یا هم اسیب جدي دیده اند.)

د همدې دوو میاشتو د شمېرنو تر څنګ، حکومت څه موده وړاندې اعلان وکړ چې په تېرو دوو کالو کې طالبانو د حکومت ډېرو زیربینايي پروژو ته د دوو میلیارډو ډالرو په اندازه زیان اړولی دی. دا چې اوس طالبان وايي، چې اسلامي امارت، نه یوازې دا چې پس له دې به ملي پروژو ته زیان نه رسوي؛ خو د هغوی په ساتنو کې هم ژمن دي، چې خورا ښه خبره ده. خدای دي وکړي چې دا وروستۍ ژمنه یې، د پخوا په پرتله نه وي. دا دود ګرځېدلی  و چې طالبانو به د هر ژمي په رارسېدو سره د جګړې د پای ته رسېدو خبرې کولې؛ خو دا ځل له پخوا پراخ توپیر لري.

او هم اوس داسې ښکاري چې د طالبانو دا ډېر تباه کوونکی د یوې نیمې لسیزې جنګ پای ته په رسېدو کې وي او هیله ده، د افغانستان له حکومت سره د حزب اسلامي په شان، بې له کوم شرطه خبرو ته کېښني او په هغه سوله کې چې د افغانستان زورېدلي ټول خلک یې غواړي، شریک شي.

نو پکار ده چې وسله وال طالبان له دې په لاس ورغلې موکې نه په سمه توګه استفاده وکړي او د راتلونکي ګرم موسم یا پسرلي په راتلو سره یو ځل بیا په جنګ نه؛ بلکې په سوله او ارامۍ کې هم ځان او هم نورو ته د ژوندل کولو زمینه برابره کړي.


د ښاغلي مصداق نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *