تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۸مه: د کندوز ولایتي سرچینې وايي، طالبانو تېره شپه د دې ولایت قلعه ذال ولسوالي د څو ساعتونو لپاره نیولې وه.
د کندوز د ولایتي شورا غړی غلام رباني رسنیو ته ویلي، طالبانو تېره شپه پر قلعه ذال ولسوالۍ پراخ بریدونه کړي او ولسوالي یې نیولې وه، مګر افغان ځواکونو نن سهار بېرته پر دغه ولسوالۍ ولکه ټینګه کړې ده: ((قلعه ذال د څو ساعتونو لپاره له طالبانو سره وه او زموږ امنیتي ځواکونه سهار مهال وتوانیدل چې طالبانو بیرته له دغې ولسوالۍ شاته کړي.))
ښاغلي رباني د جګړې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې قلعه ذال کې مخابراتي شبکې دا مهال کار نه کوي.
د کندوز ولایتي ادارې لا په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو طالبانو ادعا کړې ده چې د قلعه زال ولسوالي، قومنداني، څارنوالي او دوه پوستې یې نیولې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کندوز د خان اباد د سقوط او ورسره په دشت ارچي کې د سختو نښتو راپورونه هم ورکول شوي دي.