تاند، سه شنبه د قوس ۱۹مه: طالبانو د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ د کوګلتاش کلي نږدې ۱۰۰ تنه اوسېدونکي له ځان سره نامعلوم ځای ته بیولي دي.

ځايي سرچینې پېښه تاییدوي او وايي، دا پېښه نن له غرمې وړاندې د شاه مرزابین شبرغان اقچې په ساحه کې شوې ده.

د فیض اباد ولسوال الف شاه وايي، د طالبانو لخوا په برمته شویو کسانو کې د ولسي پاڅونوالو کسان هم وو.

نوموړی وايي، دا کسان د پاڅونوالو د قومندان الله بیرن جنازې ته تللي وو چې په شبرغان ښار کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله وژل شوی و.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ