تاند، دوشنبه، د جدي ۹مه: د جوزجان ولایت ځايي چارواکي وايي، طالبانو تیره شپه د اقچې ولسوالۍ په حبدر اباد کلي کې د افغان امنیتي ځواکونو په یوه پوسته برید کړی چې په پایله کې یې ۱۴ افغان امنیتي او دفاعي سرتیري وژلي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان د والې ویاند عبدالمعروف اذر تاند ته پیښه تایید کړه او زیاته یې کړه جګړه تېره شپه ۳ نیمې بجې شوې ده چې ۱۴ افغان سرتیري په کې وژل شوي، پنځه ژوبل دي او د طالبانو اړخ ته هم ۷ تنه وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

طالبانو د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او وایي، په بیګانۍ نښته کې یې ۱۵ سرتیري وژلي دي.

طالبانو وړمه شپه هم د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې څوارلس پاڅونوال وژلي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *