وسلوالو طالبانو په خپله ویپ پاڼه کې د دوشنبې پر ورځ د طلوع او یک ټلوېزیونونو په تړاو یوه داسې ګواښوونکې اعلامیه خپره کړه چې کارکوونکو ترڅنګ یې هغوی هم په مرګ ګواښلي چې د کارپوه په بڼه د دغو تلویزیونونو په خپرونو کې د افغانستان په وضیعت خبرې او بحث کوي.
په تېرو ۱۴ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې وسلوال طالبان په لوړه کچه رسنیو ته مرګونی یو داسې ګواښ کوي چې ښایي نورې رسنۍ هم د دوی له وېرې له شته حقیقتونو سترګې پټې کړي چې ډېر تاوان به ملت او حکومت وویني.
هغه مهال چې لا کندوز د طالبانو په ولکه کې نه وه لوېدلی طلوع او یک له پخوا د دې ولایت د سقوط اړوند ضد او نقیص راپورونه خپارکړل چې دې چارې د افغان سرتېرو په روحیه ډېره ناوړه اغېزه وکړه.
دا په اصل کې وسلوالو طالبانو ته یو داسې تبلغاتي کمپاین وه چې له مخې وسلوال نور هم په فکري او فزیکي لحاظ قوي شول.
د همدې رسنیو پر مټ په کندوز کې ښځې بې پته او بې عزته شوې او اوس که ورته اعاده د حیثیت ونه شي د دې ولایت ټولې ښځې به د خلکو د شک لاندې وي.
دا د ملت او حکومت سره د طلوع او یک بله غداري کېدای شي چې خپل ولس یې په نړیواله کچه د بې عزتۍ سره مخ کړ.
ارګ هم د طلوع او یک په دې ملنډو تېر ایستل شو او داسې بې مسولانه اعلامیه یې خپره کړه چې د دوی اپوهات یې تاید کړل خو خپل ملت ته یې په مخ درنه څپېړه ورکړه.
اوس که په دې تړاو ارګ او دغه دوه رسنۍ کره ثبوت وړاندې نه کړي یو وخت به د دوی پرضد له بستره راپاڅي او دا کار کېدونکی هم دی خو چې په کندوز کې حلات ښه شي.
د طالبانو د اعلامې په بله برخه کې دغه دوه رسنۍ چې نن ورځ پرې په ټولیزو او خواله رسنیو کې کار روان دی راغلي چې دوی زمونږ پرضد د امریکایانو لپاره کار کاوه.
په دې برخه کې ورسره یو څه ملاتړي یو چې د دې رسنیو د تمویل سرچینې امریکا ده ځکه دا څرګنده شوې چې په کابل کې د امریکا پراختیایي ادارې د موبي ګروپ ټیم چې طلوع یې یوه لویه برخه ده په تېرو ۱۴ کلونو کې په میلونونو ډالره مرسته کړې.
اوس لیدل کېږي چې داسې نه ده دواړو رسنیو چې څومره طالبانو ته کمپاین کړی په خپله وسلوالو نه دی کړی او څومره چې دې رسنیو ملت او خپل حکومت ځپلی طالبانو په هغې کچه لا تر اوسه په دې ډول کارونو لاس نه دی پورته کړی.
مونږ په خپلواکو رسنیو هر ډول برید او هر ډول ضد اعلامې په کلکه غندو او دا په خپل هېواد کې د بیان ازادۍ لپاره زیان وینو.
که حقیقت ته مخ کړو خدای پاک په ځان شاهد وګرځو او سبا په دې ټولنه کې په عزت ژوند وکړو دې رسنیو د ملت او حکومت ترمنځ بې اتفاقي اچولې او هر خبر او میزې بحث یې د طالبانو په ګټه او د حکومت پرضد ده.
اوس دوی باید د ملت څخه بښنه وغواړي په ځانګړې د کندوز له اوسېدونکو چې د دوی انځور یې سم خپور نه کړ او دوی یې بې عزته خلک معرفي کړل.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته مې وړاندیز داده چې د طلوع او یک تلوېزیون جوازونه لغوه اعلان کړي او د افغانستان لویه څارنوالۍ باید له دوی څخه پلټنې وکړي او د هغو راپورونو وضاحت غوښتنه وکړي چې د ګونګوسو او شایعاتو پر بنسټ یې خپاره کړي.
په همدې ستره هیله.
سترګی به پری نه پټوو دوی د کندز خلکوته اود افغانانو بر عزت یی ډیری ملنډی ووهلی هره هغه خبره چی د افغانانو ګټه پکی وی دوی یی نه خپره ویو بل دوی د افغانانو په منځ کی هیڅ یووالی نه غواړی دمثال په طور تقریبا ۲۰ ولایتونو کی د افغاتیت او اسلامیت په ملاتړ مظاهری وشوی ولی دوی یوه ورځ هم یو راپور خپور نکړو
له ننه شپږ مياشتې مخکې دې ټلويزيون د پکتيا د متدین ولس پر ضد هم يو اعلان خپور کړی و چې ګواکې وسله وال ددې ولايت پر ميرمنو جنسي تیری کوي.
زما په فکر دوۍ په زړه پوری کار کړيدی. داسی کار چه د رييس جمهور نه راواخله د اطلاعاتو او کلتور وزارت پوری يي هيچا مخه ونه نيوله. يک او طلوع نور د ايرانيانو په ملاتړ له پاينڅی راويستی وو. د افغانانو ناموس ورته ناموس نه ښکاريده.
زبردست کار يي کړی او مرګ د افغانانو په دشمنانو