تاند، پنجشنبه، د ثور ۱۱مه: د ملي امنیت شورا راپور ورکړی چې طالبانو له امریکا سره د سولې له هوکړې راوروسته د فبروري له ۲۹ څخه د اپریل تر ۱۹مې پورې ۳۳۷ ملکي افغانان وژلي او ۴۵۲ نور یې ژوبل کړي دي.

د ملي امنیت شورا د طالبانو لخوا ولسي وګړو ته د مرګ‌‌ژوبلې اړولو او برمته کولو ته په اشارې ویلي چې طالبان د سولې د راوستلو په برخه کې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پر خپله ټویټر پاڼه ویلي چې د فبروري په ۲۹مه په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسلیکېدو وروسته ۳۳۷ ولسي وګړي وژل شوي، ۴۵۲ نور ژوبل شوي او طالبانو ۱۶۴ ولسي افغانان برمته نیولي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څخه نه دي ویلي خو له دې وړاندې یې امریکا او متحدین یې د سولې له تړون څخه په سرغړونې تورن کړي وو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم روانه اونۍ په خپل راپور کې وویل چې د ۲۰۲۰ په لومړیو درېیو میاشتو کې د ۱۵۰ ماشومانو په ګډون ۵۳۳ تنه ولسي وګړي په افغانستان کې وژل شوي او ۷۶۰ نور ټپیان شوي دي.

یوناما د ولسي افغانانو د مرګ‌ژوبلې ۵۵ فیصده مسوولیت د افغانستان د دولت د وسله‌والو مخالفینو په غاړه اچولی او ویلي یې دي چې دغو وسله‌ولو ډلو په تېرو درېیو میاشتو کې ۲۸۲ غیرنظامیان وژلي او ۴۲۸ یې ټپیان کړي دي.

په دې راپور کې طالبان د ۳۹ فیصده ولسي مرګ‌ژوبلې مسوول بلل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *