تاند ( دوشنبه، د حمل ۲۵مه) په داسې حال کې چې طالبانو لا د افغانستان له حکومت سره د افغانستان پر راتلونکي نظام ا سولې خبرې پیل کړي نه دي، دې ډلې د افغانستان لپاره خپل اساسي قانون جوړ کړی چې پر اساس یې د افغانستان نظام «امارت» او مشر یې «امیرالمومنین» بلل کېږي.

د دې اساسي قانون پر اساس، چې یوه کاپي یې د افغانستان د حکومت یوې سرچینې تاند ته سپارلې، د افغانستان رسمي ژبې، ملي سرود، ملیت، د افغانستان اتباع، نړیوالو کنوانسیونونو ته ژمنتیا او د ښځو د حقونو په شمول ډېر داسې مسایل نشته چې عموماً په اساسي قوانینو کې درج وي.

د طالبانو په اساسي قانون کې، چې (د افغانستان د اسلامي امارت منشور) په نوم خپور شوی، راغلي«د افغانستان اسلامي امارت په راس کې یو مشر لري چې امیرالمومنین لقب ورکړل شوی»

په دې قانون کې د امیرالمومنین شرایط یاد شوي لکه دا چې باید مسلمان، نارینه، عاقل او بالغ وي.

د طالبانو د قانون په درېم څپرکي کې د حکومت د جوړښت او تشکیل په اړه راغلي چې امیرالمومنین به د وزیرانو د ټولګې مشري کوي. مسلمان، عاقل، عالم، د مسلک څښتن او تجربه د وزیر د ټاکل کېدو شرطونه بلل شوي دي.

د طالبانو په اسلامي امارت کې دوې شوراګانې په پام کې نیول شوي چې یوه د رهبري شورا او بله د علماوو شورا ده او له امیرالمومنین سره به د کارونو په چټکوالي کې مرسته کوي.

د شوراګانو غړي به انتخابي نه وي بلکې د رهبري شورا غړي به د امیرالمومنین په خوښه ټاکل کېږي او د دې شورا مشر به هم د امیر المومنین له خوا ګومارل کېږي.

د افغانستان د حکومت یوې سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، تاند ته وویل کره اسناد شته چې ښيي د طالبانو لپاره دا قانون په راولپنډۍ کې جوړ شوی دی.

طالبانو تراوسه پورې رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي چې د هیواد لپاره یې کوم اساسي قانون جوړ کړی یا نه دی.

دې ډلې په ۱۹۹۶ م کال له واک ته رسېدو وروسته په شپږ کلنه دوره کې کوم اساسي قانون نه درلود.

طالبانو د فبرورۍ په ۲۹ نېټه په قطر کې له امریکایانو سره موافقه وکړه. د دې موافقې پر اساس طالبان باید د افغانستان له حکومت او نورو افغانانو سره د افغانستان پر راتلونکي خبرې وکړي.

7 thoughts on “طالبانو د اسلامي امارت د منشور په نوم اساسي قانون جوړ کړی”
  1. که دا حمارتي منشور ریښتیا وي نو دې سره د آی ایس آی دغه نیابتي تروریست لښکر اوږد مهالي نیتونه نورهم څرګند شول

    د دوی اهداف دا کېدای شي

    سیاسي: د افغانستان دولت له تاداوه نړول او په راتلونکي کې دلته د یو ماډرن دولت د جوړېدو مخنیوی
    پوځي: د افغانستان رسمي پوځ اضمحلال او پرځای یې د پاکستان په سفارش تربیه او تجهیز طالبي ملیشه جوړول
    فرهنګي: د افغانستان د تاریخي هویت او د افغانانو له هویتي حقوقو انکاراوهویتي نمادونو له منځه وړل
    اقتصادي: افغانستان د پاکستان په مصرفي ګاک اړول
    ستراتیژیک: د افغانستان بهرنۍ و کورنۍ پالیسي پاکستان ته سپارل او افغانستان د پاکستان په مرموزه شبه مستعمره بدلول
    .
    .
    .
    .
    .
    خو دا منطقوي نړیواله دسیسه عملي کول آسانه کار ندی، او افغانستان اوس هغه ۲۵ کاله مخکې عربي فساد ځپلی هېواد ندی، افغانان به یې پروړاندې مقاومت وکړي

  2. دې منشور ته د اسلامي امارت پرځای باید د ټالبانو حمارت نوم ورکړل شي.
    ټالبان او حماریان په 21 پېړۍ کې د دولت او حمارت فرق نشي کولي. د دوی دا حمارت یا ولایت به د کوم هېواد برخه وي ، ایران ، چټلستان ، سعودی او که قطر؟
    حمارتیان لا نه پوهیږي چې اوس نړۍ دومره وړکۍ شوېده چې د یوه کلي حیثیت لري . پدې واړه کلي کې د افغانستان انزوا څه مانا لري.
    که دوی وغواړی او یا ونه غواړي افغانان مجبور دي له نورې نړۍ سره راشه درشه ولري او بیا دلته نړیوال قوانین الزامیت پیدا کوي او حمارتیان مجبور دي هغه رعایت کړي لکه د حج مراسمو ، نړیوالو کنفرانسونو ، تحصیلي او روغتیایی موسسو ، اقتصادي او نړیوالو سرتاسري سازمانونو سره لکه ملګري ملتونه او یا اروپایی اتحادیه ، ناتو او نورو سیمه ایزو سازمانونو سره اړیکې.

  3. دوه نور شرایط هم باید ددوی په اساسی قانون کی زیات شي. یو دا چی ددوی امیر باید مفعول نه وی او بل دا چی د خپل پلار په دسترخوان لوی شوی وي نه د پنجابی په مدرسی کی. که داسی شول قسم دی که دوی خپل په تول تحریک کی امیر پیدا کري. پوهیزی چی ولی.؟ ها ها ها ها

  4. د فهیم ورور د لیکنې په تائید دا لاندې لینک کې په فکیستان کې د طالبانو حال او مفعولیت په هکله یو مستند مطلب لیکل شوی دی ، د زیاتو مالوماتو لپاره یې ولولئ.
    البته که زما په لیکنه کې خرو او حماریانو ته کوم سپکاوی شوی وي بښنه غواړم . دلته مقصد څلور بول حماریان نه بلکې دوه پښو والا دي.
    https://sayhoon.com/post/10580/pashto

  5. که چیریینتخابات وسیله د زعامت د تعیدیدلو قبوله نشی ، نو امیرامؤمنین باید داسی څوکی وی چه د آسمان نه راښکته شی ، دمځکی په مخ خو امکان نلری

  6. موږ د دوو ډولو لوبو سره مخ یو
    لومړی واقعی لوبه البته نه پر حقانیت بناء لوبه
    دوهمه مرموزه لوبه کومه چی د دریم مرموز لوری لخوا په مرموزه توګه د حاضرو لوبغاړو د لوبی ډګر ته پمپاژ سوی ده یا پمپاپیږی
    طالب شوده د یاد منشور د شتون او خپریدو څخه انکار کړی دی
    بناً
    داسی ښکاری چی په دی شیطانت کی ( د منشور د خپریدو انګاره او انګازه ) د کوم بل مرموز او پټ جریان لاس وی چی غواړی د طالب او وولس او حاکمیت د غبرګون کچه او څرنګوالی وازمائی
    او که رشتیا هم طالب ددی منشور اصلی خپروونکی وی او وروسته ئی انکار کړی وی
    نو
    طالب باید دا ومنی چی افغان وولس اوس ددی ستر او ژور تشویش سره مخامخ دی
    نه چی
    امریکائی تاکتیک او ستراتژی دا وی چی
    افغان وولس د ټولو مادی او معنوی ارزښتونو سره یو ځای د یرغملګر او ګروګانګیر طالب منګولو ته وسپاری
    په ( لیبرال سرمایه داری ) سیسټم کی اخلاق او تهذیب هیڅ ځای نلری بلکه مادی ګټی مطرح دی او بس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *