تاند- طالبان وايي چې مشر یې ملا هیبة الله اخوندزاده د اوربند لپاره د افغانستان د حکومت وړاندیز رد کړ او و یې ویل چې د افغانستان د دولت پر ضد به جګړې ته دوام ورکړي.
د طالبانو ویندوی رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دوی مشر نن /دوشنبه/ د ولسمشر غني د درې میاشتني اوربند د وړاندیز د ردولو په ترڅ کې ویلي چې اوربند به یوازې د امریکا ماموریت ته ګټه ورسوي.
بېلابېلو نړیوالو رسنیو د دوو طالب قوماندانانو په قول ویلي چې د دې ډلې مشر له نن څخه د ربیع الاول تر دوولسمې پورې د درې میاشتني اوربند لپاره د افغانستان د حکومت وړاندیز رد کړی دی.
دوی ویلي چې د تېر کوچني اختر اوربند یوازې امریکايي پوځیانو ته ګټه ورسوله.
دوی د ټېلفون له لارې وویل«زموږ مشرتابه احساس کوي چې که موږ اوس اوربند اعلان کړو، دا به په افغانستان کې د دوی له پاتې کېدو سره مرسته وکړي.»
له دې سره په یو وخت ولسمشر غني ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو، والیانو او امنیه قوماندانانو ته وویل، تر څو چې طالبانو اوربند اعلان کړی نه وي د هغوی خلاف عملیات ونه دروي.
طالبانو نن /دوشنبه/ په کندوز کې ۱۷۰ تنه یرغمل کړل. اکثره د امنیتي ځواکونو له لوري وژغورل شول خو لا هم ۲۱ تنه له دې ډلې سره برمته دي.
طالبانو منلې چې د درو بسونو سپرلي یې برمته کړې او له هغوی تحقیقات کوي چې امنیتي ځواکونه پکې معلوم کړي.
په همدې حال کې د طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد نن وویل چې طالبان به د اختر په مناسبت ۵۰۰ بندیان خوشي کړي. ده نه دي ویلي چې دا کسان امنیتي ځواکونه دي او که عام خلک.
ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي چې طالبانو د افغانستان حکومت ته ویلي چې که د دوی ۱۰۰۰ بندیان خوشي کړي طالبان به د اختر په مناسبت ۴ ورځې اوربند وکړي.
دطالبانو بی رحمه – ډله یزو وحشی حملو – د افغانستان د مظلوم ،مسلمان او مجاهد ملت پر ښاروونو ، پر کورونو ، ماشومانو ، ښځو اوهمدارنګه دهغوی کورونه په جبری توګه خپل سنګرونه ګرزول – په بار بار دا ثابتوی چه د طالبانو ډله د اسلام نه نه یوازی باغی ډله ده ، بلکه دا ډله دداعش په شان د اسلام او افغانستان ددښمنانو د ستراتیژیکو مخودپاره استخدام شوی .
ددی بشری ضد ډلو منطق د صلحی منطق نه بلکه د زور منطق دی ، ددی سفاک دښمن د ماتی د پاره د افغانستان نظامی ځواک باید دیو مؤثر پلان د لاری د ۳۰میلیونی ملت سره په همغږی خپل غاښ ماتونکی زور استعمال کړی ، داسی زور او طاقت لکه څنګه چه یی د انګریز ، چنګیز او شوروی وحشی سپیو په مقابل کی استعمال کړی ؤ . پریږدی چا بیا دوی د صلحی دروازی وټکوی او دبخښنی التماسونه وکړی