ارشیف

تاند- د قطر په دوحه کې د بین الافغاني غونډې له لغوه کېدو وروسته طالبانو د افغانستان پر حکومت د دې غونډې د فسخه کېدو پړه واچوله.

ټاکل شوې وه چې نن /جمعه/ له افغانستان څخه شاوخوا ۲۵۰ تنه دولتي چارواکي، د مدني ټولنې غړي، سیاستوال، د ښځو استازي او پخواني جهادي مشران له طالبانو سره په دوه ورځینۍ غونډه کې کښېني.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان حکومت تورن کړ چې غوښتل یې دا غونډه له طالبانو سره پر رسمي خبرو بدله کړي، حال دا چې دا د دې غونډې هدف نه و.

خو د افغانستان حکومت وايي چې د قطر حکومت د دوحې د بین‌الافغاني خبرو لپاره د افغانستان د حکومت د وړاندیز شوي لیست په منلو کې پاتې راغلی او غونډه یې لغوه کړه.

طالبان له امریکایانو سره د سولې خبرې کوي او وايي چې د افغانستان له حکومت سره نه ږغېږي. دې ډلې همداراز ویلي و چې د قطر د غونډې ټول برخوال باید د افرادو په توګه خپل شخصي نظر څرګند کړي نه د افغانستان د حکومت.

تېره اوونۍ طالبانو په غیرمستقیم ډول د دوحې په غونډه کې د حکومتي چارواکو ګډون ومانه خو ټینګار یې وکړ چې هغوی د عادي افغانانو په توګه په غونډه کې ګډون کوي.

دې ډلې نن /جمعه/ وویل چې حکومت په دې خاطر د دوحې د غونډې د لغوه کېدو مسوول دی چې زیات شمېر کسان یې دې غونډې ته لېږل.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د قطر د غونډې پر لغوه کېدو خواشیني ښکاره کړه.

د دې غونډې پرېکړه د فبرورۍ په شپږمه نېټه د مسکو په غونډه کې شوې وه.

که د قطر غونډه نن جوړه شوې وای، دا به له ۲۰۱۱ م کال را په دې خوا د طالبانو او افغان چارواکو ترمنځ لومړنۍ غونډه وه.

د ۲۰۱۱ م کال په جولای کې طالبانو او افغان چارواکو د پاکستان اسلام اباد ته نژدې په مري کې غونډه وکړه خو هماغه مهال د افغانستان د حکومت له لوري د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړینې اعلان پلمه شو چې طالبان خبرو ته دوام ورنه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *