تاند- وسله والو طالبانو د افغانستان د امریکايي پوهنتون د دوو یرغمل کړو استادانو ویدیو خپره کړه.
طالبانو دا دوه استادان ۵ میاشتې پخوا د کابل په لوېدیځ کې د امریکايی پوهنتون له مخې تښتولي ول.
طالبانو ویلي چې د استرالیا ا امریکا حکومتونه دې په افغانستان کې له پوځي هلوځلو لاس واخلي کنې دا دوه اتباع به یې له خطر سره مخامخ شي.
طالبانو همداراز د دغو استادانو د خلاصون په بدل کې د خپلو بندیانو د خوشي کېدو غوشتنه کړې ده.
د ۲۰۱۶ د اګست په اوومه تښتونکو، چې د افغان ملي اردو یونیفورم یې اغوستی و، د شپې په ۸ نیمې بجې امریکايي پوهنتون ته نژدې دغو دوو استادانو ته د توپک خوله ونیوله او هغوی یې نامعلوم لور ته بېول.
د کابل امریکايي پوهنتون یوه غیرانتقاعي موسسه ده چې ۱۷۰۰ محصلان او محصلینې په کې لوړې زده کړې کوي.
امریکايی پوځیانو د دغو استادانو د خلاصون لپاره څو ځلي عملیات وکړل او لږترلږه ۹ طالبان یې ووژل خو د استادانو په خلاصون بریالي نه شول.