ودان روښان   

په دې وروستیو کې د ناټو او امریکایي لوړ پوړو پوځي – سیاسي چارواکو له طالبانو سره د خبرو او سولې په اړه تر یو بریده څه ناڅه له هیلو سره مل څرګندونې کړې دي. د ناټو لوی منشي ینس ستولتنبرګ پر طالبانو غږ کړی چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې بې ساري او نوښتګرو وړاندیزونو ته مثبت ځواب ووایي. ښاغلي ستولتنبرګ ولسمشر غني د دغه ډول وړاندیزونو له امله ستایلی دی. دغه راز، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان هم ویلي چې لا هم د طالبانو له پاره ښه فرصت دی چې د سولې له بهیر سره سو ځای شي، د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس تر دې لا وړاندې ولاړ او کابل ته په خپل ناڅاپي سفر کې یې اعلان وکړه چې ځینو طالب لورو سولې او خبرو ته لیوالتیا ښودلې ده.

د امریکا دفاع وزیر دا ونه ویل چې د طالبانو کومو لورو سولې ته لیوالتیا ښودلې ده. ښایي ښاغلی مټیس به د احتیاط له پاره د چا نوم نه وي اخیستی ځکه چې تېرو تجربو ښودلې هر طالب مشر چې له افغان دولت سره خبرو ته لږ لېوالتیا هم ښودلې د پاکستان پوځي څارګرې څانګې(ای اس ای) له منځه وړی یا ټپي شوی او یا یې پښې سپکې کړي دي. د ښاغلي مټیس په زړه کې چې هر څه وي، وي به خو حقیقت دادی چې طالب خپله اراده نه لري او نه هم دومره سیاسي شعور خدای ور کړی چې د ځان او ملت په خیر وپوهېږي او په رڼا کې یې پرېکړه وکړي، په دې اړه به لږ وروسته خبرې وکړو خو کوم شنه څراغونه چې ښاغلي مټیس لیدلي هغه هم د ای اس ای په اشاره روښانه شوي او لامل یې هم دا دی چې له یوې خوا پاکستان غواړي له ترهګرئ د ملاتړ په خاطر پر ځان د نړیوالې ټولنې په تېره د امریکا متحده ایالاتو فشار کم کړي او له بله پلوه وښیي چې طالبان خپلواکه ډله ده او پاکستان کوم اغیز نه پرې لري.

دویم لامل دا هم کېدی شي چې په دې وروستیو کې پرطالبانو د افغان او امریکایي ځواکونو هوایي ګوزارونو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او داسې هم ویل کېږي چې په هلمند، کندهار، پکتیا او ځینو نورو ولایتونو چې درې او څلور طالبان سره ټول شي بیا تر هوایي ګوزار لاندې راغلي نو ځکه  خو ای اس ای غواړي د طالبانو له لیکو د جګړه مارو تېښتې او له هغوی سره د نورو ځوانانو نه یو ځای کېدو مخه ونیسي او په دې توګه د نیابتي جګړې خپل اجیر لښکر له لاسه ورنه کړي. خو په حقیقت کې طالب نه د سولې اراده لري او نه هم یاده ډله د سولې له پاره جوړه او تمویل شوې او نه یې تر هغو څوک سولې ته پرېږدې چې خپله موخه یې نه وي پوره شوې.

که وکتل شي مجاهدین هم تر هغو چې دفترونه او مشران یې په پاکستان کې دېره وو خبرو ته نه چمتو کېدل که کوم ځای یې د وخت حکومت استازو سره خبرې هم کړې وې اجازه یې له ای اس ای اخیستې او شک نه شته چې رپوټ هم یې بېرته ورکړی. خو کله چې تنظیمونه هېواد ته دننه راغلل نو بیا یې له هر چا سره خبرې وکړې. سره له دې چې د مجاهدینو د مشرانو نړۍ لید د طالب مشرانو خلاف پراخ و او هم یې دندې نړیوال ملاتړ درلود، طالب مشران نه دومره پراخ نړۍ لید لري او نه یې هم دنده د ای اس ای له غوښتنې او موخې پرته هیڅ راز ښکاره ملاتړ لري نو ځکه خو د خبرو اراده ورسره نه شته، دا هرڅه د پاکستان په لاس کې دي که نړیواله ټولنه، ناټو او امریکا غواړي په افغانستان کې دې د ملکي وګړو سر اومال ساتنې ته په کتو پر طالبانو پوځي او پر پاکستان سیاسي، اقتصادي او نورو فشارونو ته زور ورکړي او کله دې هم د ای اس ای په اشاره د درواغو پر شنو څراغونو نه غولېږي. دلته ځینې کسان دا نیوکه هم کوي چې طالب خو کله هم سولې ته لېوالتیا نه ده ښودلې نو ولې بیا ولسمشر غني هغوی ته د سولې په اړه وړاندیزونه کوي؟ زما په اند ولسمشر غني هم پر دغه حقیقت ښه پوهېږي چې طالب نه سولې ته جوړ شوی او نه هم د سولې اراده لري خو ولسمشر غني غواړي په رواني او تبلیغاتي جګړه کې طالب جګړه مار بې وسلې وکړي او هغه دا چې کله چې طالبان پر جګړې ټینګار کوي او له هغوی د سولې تمه نه کېږي او که دولت هم د جګړې نغاره وډنګوي نو عام خلک به داسې وګڼي دواړه لوري د سولې اراده نه لري او دواړه یو شان پر جنګ جګړې او وینه توییدنې ټینګار کوي چې زیان یې عامو خلکو ته رسېږي، خو که دولت د سولې وړاندیز وکړي او د سولې طرح وړاندې کړي نو لږ تر لږه خلک دغه توپیر کولی شي چې څوک سوله او څوک جګړه غواړي او په دې سره به طالبان د خلکو خواخوږي او ملاتړ له لاسه ورکړي.

په دغه ځای کې د طالب او جګړې نور لوري هم له پامه ونه غورځول شي لکه ایران او روسیه چې له تر دید پرته دا هم د پاکستان نیرنګ دی چې طالبانو ته یې نور ملاتړي هم کرایه کړي دي. په فراه کې پر امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونو وښوده چې د ایران له ملاتړ پرته یې افغان ځواکونو ته دومره مرګ ژوبله نه شوه اړولی سره له دې چې د ایران موخه په یاده سیمه کې د بخش اباد او کمال خان بندونو تخریب دی خو طالبان د ای اس ای له اجازې پرته کومه ستن هم له چا نه شي اخیستی نو اوس چې ای اس ای یو شمېر طالبان د ایران سپاه پاسداران او اطلاعاتو ته ان که دهغوی(ایرانیانو) موخو له پاره هم په اجاره ورکړي وي بیا یې هم هغه د چا خبره لکۍ د ای اس ای تر پښو لاندې ده. ښایي پاکستان به په دغه ځای کې هم له یوې خوا تر یو بریده د طالبانو تمویل او وسله وال کولو بار له خپلو اوږو سپکوي او له بله پلوه به غواړي نړیوالې ټولنې ته وښیي چې طالبان ځکه ددوی خبره نه مني چې اوس د ایران ملاتړ له ځانه سره.

د ایران په اړه دا اغیزمنه بولم چې په ښکاره او ډانګ پېیلې توګه دې ورته وویل څه چې باید خبرداری وکړل شي چې که په افغانستان کې له لاسوهنې لاس نه اخلي نو بیا دې د ورته عمل تمه ولري او دا دې ورته روښانه شي چې افغانستان او ملاتړي یې په دې اړه بې توپیره نه شي پاتې کېدی او د افغان دولت وسله والو مخالفینو ملاتړ په غبرګون کې د ایران دولت راز راز مخالفینو له مجاهدین خلق نیولې، تر بلوڅ، کرد، ازري او نورو بېلتون پالو بیا تر سني ناراضیانو، سلطنت غوښتونکو او دموکراسي پلوه ځواکونو پورې د اخوندي رژیم ټولو مخالفینو ملاتړ کوي او که ایرانیان خپلې سرتنبه ګۍ ته دوام ورکړي نو په رښتیا دې ددغه کار تابیا وشي.

اوس نو ناټو او امریکا ته بویه چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت په موخه لومړی افغان دفاعي، امنیتي او په تېره کشفي او استخباراتي څانګې پیاوړې او سمبال کړي او ورسره جوخت دې پر پاکستان هر اړخیزه فشارونو ته زور ورکړي دا ځکه ترهغو چې پاکستان رښتینی فشار احساس نه کړي، داسې فشار چې نور د ترهګرۍ ملاتړ د خپلې بقا په بیه ورته تمامېدونکی وویني له دې پرته دا شنه او ژیړ څراغونه ان که د طالبانو له پتې هم وي ځکه غولونکي او بې ګټې دي چې د ای اس ای په اشاره بل شوي او بس.

One thought on “طالبانو د ای اس ای په اشاره امریکا ته د سولې شین څراغ ورکړی”
  1. ستاسو خبره تر يوه بريده سمه ده چه طالبان د ايران او پاکستان د څارګرو ادارو تر نظارت لاندي دي خو په ټوله کښي یعني په لوړه کچه خبلواکه هم دي او د نورو ملکونو خبره بايد ځکه ومني چه امکانات ورت مهيه کوي مثال يي افغان حکومت دی چه کورني حلاتو او معملو نه بغير نور ټول واک او اختيارات له امريکايانو سره دي او اصل کښي امريکا نه غواړي چه جنګ ختم شي ځکه بيا ددوي اهداف پاتي کيږي…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *