تاند- په بدخشان کې چارواکي وايي چې سلګونو وسله والو سختدریځو نن سهار وختي د دغه ولایت پر یمګان ولسوالۍ برید وکړ او د ولسوالۍ مرکز یې ونیوه.
د بدخشان والي شاه ولي الله ادیب تایید کړه چې د یمګان ولسوالۍ مرکز د طالبانو او د هغو د متحدانو لاس ته ورغلې ده.
تر دې مخکې د بدخشان مرستیال امنیه قومندان سخي داد حیدري رسنیو ته ویلي و چې شاوخوا ۳۰۰ یاغیانو پر یمګان ولسوالۍ یرغل وکړ او اوس دا ولسوالي د سختدریځو لاس ته د لوېدو له خظر سره مخامخ ده.
ده یمګان ته، چې یوه غرنۍ ولسوالي ده، د کومکي ځواک د فوري لېږلو غوښتنه وکړه، ویې ویل که کومکي ځواک ژر ورونه رسېږي د دولت د وسله والو مخالفانو لاس ته لوېږي.
د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویندوی لعل محمد احمدزي وویل چې اوس د ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې سخته جګړه روانه ده.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې دا برید د دوی کسانو کړی او د ولسوالي مرکز یې نیولی دی.
د بدخشان والي وايي چې طالبانو د جرم ولسوالۍ له خوستک سیمې څخه پر یمګان نن سهار وختي برید وکړ او دا ولسوالي یې ونیوله. ده په عین حال کې وویل چې اوس د ولسوالي د مرکز په شاوخوا کلیو کې نښتې روانې دي.
ده وویل چې له افغان طالبانو سره په جګړه کې د منځنۍ اسیا د بېلابېلو هیوادونو اتباع هم اوږه په اوږه د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد جنګېږي.
تېره اوونۍ د تاجکستان حکومت وویل چې د دغه هیواد لږترلږه ۳۰ اتباع د افغانستان د شمال په جګړو کې برخه لري.
طالبان هر کال په دوبي حملو ته زور ورکوي خو سږ کال چې د ناټو ځواکونه د جګړې له میدانه وتلي تر بل هر کال زیاتې هڅې کوي چې سیمې ونیسي.
د طالبانو د حملو په دوام کې د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې شپږ تنه هغه مهال ووژل شول چې د موټر په لاره کې یې خښ شوی ماین وچاودېده.
د کن��هار د والي ویندوی صمیم خپلواک وویل چې په وژل شویو کې څلور تنه ښځې دي.