تاند- (سې شنبه، د میزان۹) وسله والو طالبانو نن د بلخ ولایت پر شورتېپې ولسوالي په حمله کې لږترلږه ۱۱ پولیس وژلي او تر ۱۰ ډېر نور ژوندي نیولي دي.

د بلخ د والي ویندوی منیرفرهاد فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، شاوخوا ۴ سوه طالبانو، چې پر موټرسایکل سپاره ول، د شورتېپې ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ حمله وکړه.

د فرهاد په وینا په دې برید کې ۱۱ پولیس ووژل شول.

دی وايي چې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د شورتېپې ولسوال کریم خان فرانس پریس ته ویلي چې طالبانو ۱۳ پولیس ژوندي نیولي او له ولسوالۍ څخه تر وتلو مخکې یې ودانیو ته اور ورته کړی دی.

له بلې خوا طالبان وايي چې د بلخ ولایت شورتېپه ولسوالي یې نیولې ده.

تر دې مخکې نن ۲۰۹ شاهین قول اردو، چې مرکز یې په بلخ ولایت کې دی، تاند ته په یوه را استولې خبرپاڼه کې ویلي، یو مهم طالب قومندان ملا ګل نبي مبارک یې په چمتال ولسوالۍ کې وژلی دی.

شاهین قول اردو وايي، نوموړي په تېرو څو ورځو کې د ټاکنو پر مراکزو د بریدونو رهبري کوله خو اوس د هوايي برید ښکار شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *