تاند- د افغان طالبانو د اختر محمد منصور ډله وايي چې د خپلو بندیانو د تبادلې لپاره یې د افغانستان له حکومت او نړیوالو ادارو سره د خبرو لپاره یو کمیسیون جوړ کړی دی.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د «دښمن» له بندیانو سره یې د خپلو بندیانو د تبادلې په خاطر کمیسیون جوړ کړی خو هر راز تبادله به د «ځانګړو اصولو» په چوکاټ کې وشي.

طالبانو دغه راز ویلي چې له نړیوالو ادارو سره هم خبرې کوي څو له افغانستانه دباندې د بندي طالبانو د خلاصون او تبادلې په اړه وږغېږي.

طالبانو د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو په درو شرطونو کې یو د خپلو بندیانو خلاصون ټاکلی دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي«…د اسلامي امارت مسئولينو له يو شمېر نړيوالو بې پرې ادارو سره د تبادلې په اړه مقدماتي او توضيحي خبري کړي او د اصولو په چوکاټ کي يې تبادلې ته له خپل چمتووالي څخه خبر کړي دي.»

روانه اوونۍ افغان امنیتي ځواکونو په هلمند کې په یو لړ عملیاتو کې د طالبانو له بنده ۱۶ تنه خوشي کړل.

د افغانستان حکومت وايي چې په تېرو ۱۵ کلونو کې یې په ځلونو طالب بندیان په یو اړخیز ډول خوشي کړي دي خو تور لګوي چې طالبان عموماً په جنګ کې نیولي عسکر او پولیس سمدستي وژني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *