تاند- وسله والو طالبانو تېره شپه د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالي یو وار بیا ونیوله.

طالبانو ویلي چې د خواجه غار ولسوالي مرکز او شاوخوا پوستې یې د یو لړ حملو په دوام کې نیولي دي.

د تخار ولایتي ادارې د طالبانو لاس ته د خواجه غار ولسوالي لوېدا تایید کړه.

دا په وروستیو دوو کلونو کې درېم ځل دی چې طالبان خواجه غار ولسوالي نیسي.

طالبانو وروسته له دې خواجه غار ولسوالي ونیوله چې دې ولسوالۍ ته څېرمه د کندوز په ارچي ولسوالي کې یې د امنیتي ځواکونو یوه مهمه اډه ونیوله او په لسګونو امنیتي ځواکونه یې پکې ووژل.

د خواجه غار اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې طالبانو د دوی پر ولسوالي د کندوز له ارچي ولسوالي څخه برید کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *