تاند، دوشنبه، د ثور لومړۍ: طالبانو د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پر پوستو به برید کې ۱۹ افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
که څه هم دفاع وزارت وايي چې دا بریدونه د سیمه ییزې اردو پر پوستو شوي خو په ولسي جرګه کې د تخار استازې حبیبه دانش تاند ته وویل، طالبانو په خواجه غار کې د سینه ییزو پولیسو پر یوه قرارګاه تېره شپه بریدونه کړي دي چې لږ تر لږه یې له ۱۵ پولیسو سرونه غوڅ کړي دي او پنځه نور یې له ځان سره بیولي دي.
نوموړې وايي، دې قرارګاه حتی یو ټانک نه درلود او نه هم له مرکزي سیمو څخه له دغه بېز سره کومه مرسته شوې: «د سیمې امنیه قومندان د اندراب دی، د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ته نژدې کس دی، که دوی ورته یو ټانک یا دوه ټانکونه هم استولي وای، دغه پېښه نه کېده، دوه اوونۍ وړاندې هم طالبانو هلته له لسو زیات سرتېري ووژل.»
له بلې خوا د تخار د والي ویاند جواد هجري تاند ته ویلي، تېره شپه طالبانو شاوخوا دولس بجې په خواجه غار کې جګړه پيل کړې او تر دوه بجو روانه وه چې په ترڅ کې یې ۱۹ دولتي ځواکونه وژل شوي دي: «په قربانیانو کې ۱۶ تنه سیمه ییز پولیس، دوه سرحدي پولیس او یو تن ولسي پاڅونوال دی.»
نوموړی دا نه تاییدوي چې طالبانو یو شمېر سرتېري له ځان سره برمته نیولي وي، خو وايي، طالبانو ته هم په جګړه کې تلفات اوښتي دي.
خو د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په خواجه غار کې د سیمه ییزې اردو پر پوستو د طالبانو د تېرط شپې په بریدونو کې ۱۷ سرتېري وژل شوي او ۲ نور ژوبل شوي دي.
تخار، د شمال په ناامنه ولایتونو کې شمېرل کېږي، چې طالبان په کې پراخ ترهګریز فعالیتونه لري.
دغې ډلې پر افغان ځواکونو د سولې له هوکړې وروسته بریدونه زیات کړي دي او د ملي امنیت شورا وايي، یوازې تېرو نهو ورځو کې طالبانو ۳۷ ملکیان وژلي دي.