تاند: د تخار چارواکي وايي، طالبانو د دې ولایت چاه آب ولسوالي او دولتي ادارې محاصره کړې دي.

 د تخار د والي ویاند جواد هجري وايي، طالبانو نن د جمعې په سهار د چاه آب ولسوالۍ پر ودانۍ ډله ییز بریدونه کړي دي.

 نوموړی وايي، پولیسو له خپلو پوستو څخه تاکتیکي شاتګ کړی خو د ولسوالۍ د بازار او شاوخوا سیمو کې سخته جګړه اوس هم روانه ده.

 د ښاغلي هجري په خبره دطالبانو برید کې ملکیانو ته هم درانه تلفات اوښتي خو دقیق ارقام یې لا نه دي ویلي: (( طالبانو ته هم تلفات اوښتي، دوی د خلکو کورونه هدف وګرځول، د بازار ګڼو هټیو اور هم اخیستی دی))

 نوموړی وايي، له تالقان ښار څخه چاه آب ته تازه دمي ځواکونه پر لاره دي او د طالبانو محاصره به ژر ماته کړي.

 دا په داسې حال کې ده چې طالبانو هم نن سهار اعلان وکړ چې د چاه اب ولسوالۍ وداني یې نیولې ده او جګړه کې یې ۴۰ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د تخار چاه آب ولسوالي تاجکستان سره ګډه پوله لري او د سروزرو د کانونو تر څنګ د ټرانزیټي پلوه هم خاص اهمیت لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *