تاند، شنبه، د ثور ۲۰مه: د فاریاب والي وايي، طالبانو له یوې اوونۍ راهیسې له ترکمنستانه رالېږل شوې د بشري مرستو محموله یرغمل نیولې ده او لاره نه ورکوي چې میمنې ته ورسول شي.

 د فاریاب والي نقیب الله فایق وايي، اته ورځې وشوې چې طالبانو دا مرستې په شیرین تګاب کې نیولې دي او ډېر خوراکي توکي پکې د خوسا کېدو له خطر سره مخ دي.

نوموړی وايي، د طالبانو دا کار بشري جنایت دی ځکه د مرستو یو لوی موټر طالبانو خپلې نظامي قرارګاه ته ستون کړی، تش کړی یې دی او څلور نور موټر یې لمر ته درولي دي: (( په دې موټرو کې سبزۍ، ترکارۍ او د چرګانو هګۍ هم دي چې کېدای شي خرابې شوې وي.))

 اته ورځې وړاندې له ترکمنستان څخه د بشري او خوراکي مرستو شپږ واګونونه د اقینې په بندر افغانستان ته راواوښتل خو طالبانو د شیرین تګاب پر لاره د دغو مرستو کاروان ایسار کړ.

 په دغو مرستو کې ۳۵ ټنه رومیان، ۲۰ ټنه ترکاري، ۲۰ ټنه ګازرې، ۸ ټنه بسکوټ او چاکلیټ، ۱۲ ټنه مشروبات، ۱۶۱۸ کارتنه د چرګانو هګۍ وې چې کېدای شي ډېر توکي یې خوسا شوي وي.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو لیدل شوي چې طالبانو تر دې وړاندې په ګڼو سیمو کې اکمالاتي او سوداګریز موټر خپلو تر نفوذ لاندې سیمو ته ستانه کړي او چور کړي یې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *