تاند- افغان چارواکي وايي، شاوخوا ۲۰ وسله والو طالبانو  نن /سې شنبه/ تر غرمې مخکې پر سالنګ تونل برید وکړ چې په نتیجه کې یې یو ملکي ژوبل شو.

په پروان کې امنیتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو، چې د پروان ولایت له شینوار ولسوالي څخه جنوبي سالنګ ته ورغلي وو، پر تونل برید وکړ خو د امنیتي ځواکونو ځوابي ډزو نېښتې ته اړ ایستل.

شینوار د پروان ولایت یوازینۍ ناامنه ولسوالي ده.

سالنګ تونل د افغانستان د شمال او جنوب ترمنځ د تګ راتګ اصلي لار ده.

وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سالنګ ولسوال محمد صابر احمدي وايي چې نښتې نیم ساعت دوام وکړ او په دې موده کې د سالنګ لار د موټرو پرتګ راتګ بنده شوه خو اوس بېرته پرانستل شوې ده.

د تېر کال په همدې میاشت کې هم وسله والو طالبانو په جنوبي سالنګ کې، چې په پروان ولایت کې دی، برید کړی و.

د تونل بله خوا یا شمالي سالنګ په بغلان ولایت پوري اړونده دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *