تاند، جمعه، د ثور ۱۹مه: د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین خبر ورکړی چې نن جمعه د دغې ډلې لخوا د افغان دولت۴۸ نور زندانیان هم خوشې شول.

سهیل شاهین ویلي، دغه زندانیان نن او پرون د دوی له شکنجه خونو څخه خوشې شوي دي.

د شاهین په خبره دا زندانیان په هرات کې خوشې شوي دي او هر یو خوشې شوي بندي ته یې د لارې کرایه پنځه زره افغانۍ هم ورکړې دي.

نوموړي خبر ورکړی چې د بندیانو د خوشې کولو لړۍ به دوام وکړي.

 دا په داسې حال کې ده چې د سولې د هوکړې له مخې به افغان حکومت او طالبان یو د بل ۶ زره بندیان خوشې کوي.

تر اوسه افغان حکومت د دغې لړۍ له مخې ۹۳۳ طالبان خوشې کړي دي، خو طالبانو بیا دا لړۍ ۱۵۰ تنو ته رسولې ده.

One thought on “طالبانو د حکومت ۴۸ نور زندانیان خوشې کړل”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *