تاند- د کندهار د خاکرېز ولسوالي اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو پرې لارې بندې کړي او د لوږې له خطر سره مخامخ دي.

طالبانو د دې ولسوالۍ لارې له دوو اوونیو راهیسې بندې کړي دي.

راپورونه وايي چې د خاکرېز ولسوالۍ یولکو شل زره (۱۲۰۰۰۰) اوسېدونکي د خوراکي موادو له سخت کموالي سره مخامخ دي او که ژر خوراکي مواد ورونه رسېږي ښايي ګڼ شمېر ماشومان او زاړه له لوږې ومري.

دوی وايي چې د لارو د بندېدو له کبله د کندهار له مرکزه هیڅ شی نه ورسېږي.

دوی دغه راز وايي چې ډېر ناروغان هم، چې درملو او ډاکترانو ته اړتیا لري په سخت حالت کې دي.

دا ولسوالي د کندهار له مرکزه ۶۰ کیلومتره لېرې ده. د خاکرېز اوسېدونکي یوازې پلي یا پر موټرسایکل وتلی شي.

د دې ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي چې د درملنې یا بل کار لپاره کندهار یا نورو سیمو ته تللي وو، په هماغو ځایونو کې بند پاتې دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي جمعه ګل وویل، «پر دې سربېره چې خوراکي مواد نه موندل کېږي، ناروغان مو په کورونو کې پراته دي او ډاکتر ته نه شي تللی.»

دا په داسې حال کې ده چې روژه ده او خلک تر بل هر وخت خوراکي موادو ته زیاته اړتیا لري.

د کندهار چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو عملیات پیل کړي او ژر به طالبان وشړي خو دوی په عین حال کې وايي چې د دې وضعیت مسوولیت د طالبانو په غاړه دی.

اکثره طالبان د افغانستان د جنوبي ولایتونو اوسېدونکي دي او دې ډلې د افغانستان د نورو سیمو په پرتله د خپلو سیمو خلک تر ټولو زیات وژلي، ځورولي او له تعلیم او پرمختیايي چارو یې محروم کړي دي.

One thought on “طالبانو د خاکرېز ۱۲۰ زره اوسېدونکي له لوږې د مرګ له خطر سره مخامخ کړي”
  1. ټالیب یوځل بیا په ثبوت وریوله چې د مسلمانانو ، افغانانو او خصوصا د پښتنو او خپلو خلکو دښمن دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *