په ډیري خواشینۍ سره چې د هیواد دښمنانو لخوا د تیرو جنایتونو په څیر یو ځل بیا د خندق تر نامه لاندې د خپلو پسرلنیو عملیاتو په اعلانولو سره، زمونږ د مظلومو او بې ګناه هیوادوالو پر وړاندې وحشت، دهشت او عام وژنه پیل کړه، حال دا چې د خندق غزوي فلسفه ټولو مسلمانانو ته روښانه ده او دغه پیښه د اسلام ستر پیامبر(ص) او د هغه د صحابه کرامو لخوا د کفارو او مشرکینو له توطیو او دسیسو څخه د امت مسلمه ژغورل ول، نه د مسلمانانو عام وژنه، نو دا یو څرګند حقیقت دی چې زمونږ د خاوری او ولس دښمنانو تل هڅه کړی تر څو د خپلو ناوړو اهدافو لپاره د اسلام سپڅلي دین څخه په ناوړي ګتي اخیستو سره خپل ناوړه او کرغیړن اعمال پلي کړي، نو دغو واقعاتو ته په کتو سره له پیغمبری غزواتو سره د دغه ډول وحشت او دهشت تشبې کول داسلام سپیڅلی پیامبر او د صحابه کرامو پاکو آرمانونو او ژوندانه ته ښکار سپکاوی دی.

طالبانو د خندق عملیاتو په اعلانولو سره سم د کابل ښار په ګدون د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې یو ځل بیا وحشت، دهشت او عام وژنه خوره کړه، چې په همدې ترڅ کې د کابل ښار د نهمي ناحیی په اړوندو سیمو کې د دوو پرلپسي ځانمرګو بریدونو په تر سره کولو سره د ښځو او ماشومانو په ګډون زمونږ ګن شمیر مظلوم او بی ګناه هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

ترهګرو ډلو د دغو بریدونو په ترسره کولو سره یو ځل بیا وښوده چې تروریزم او مکار دښمن تل زموږ مظلوم او کړیدلي ولس ته په کمین کې دی او زمونږ د بیګناه وګړو په وینه خپل خون خوار وجود تغذیه کوی او د خپلو ناوړو اهدافو لپاره د اسلام او انسانیت پر خلاف کله د نوم لیکني پر مراکزو برید کوي، که هم په مقدسه ځایونو، کله هم په روغتیایی مراکزو ، کله هم په عامه ځایونو او ورته په لسګونو نورو ځایونو، چې دا یوه خبره څرګنده ده چې د دوي موخه یوازې زمونږ د بیچاره ولس وژنه او له منځه وړنه ده.

دا یو څرګند حقیقت دی چې تروریزم نه یووازې د افغانستان او سیمي لپاره ګواښ دی بلکې دا ناوړه پدیده د ټولې نړۍ ثبات له ګواښ سره مخ کوي، نو له همدې امله د افغانستان ولس نه یوزاې دا چې دغه ترهګریز بریدونه په کلکه غندې، له نړیوالې ټولنې څخه هم په کلکه غواړي تر څو د تروریزم پر وړاندې په مبارزه کې جدي ګامونه پورته کړي او د هغوي ملاتړ کوونکي هیوادونه تر فشار لاندې راولي تر څو نور د تروریزم د ملاتړ څخه لاس واخلي او د هغوي پټنځایونه او روزنځایونه چې په هره سیمه او هیواد کې وي له منځه یووسي، او که نه دغه اور چې نن د افغانستان مظلوم ولس پر سر بل شوي کیدای شي چې په سیمه او نړۍ کې هم بل شي چې بیا هغه وخت به یې مخنیوي ډیر سخت کار وي، نو موږ یو ځل بیا په نړیوالې ټولنې او په خاصه توګه د امریکا متحده ایالاتو باندې غږ کوو چې د تروریزم مخنیوي دی وکړی او د هغوي پر ملاتړ کوونکو دې جدی فشارونه راولي. او ورسره دې د افغان امنیتی ځواکونو په تجهیز او ملاتړ په برخه کې رغنده ګامونه پورته کړي.

په پای کې په هیواد کې د وروستیو پیښو په خاصه توګه د کابل ښار د غمجنو پیښو ټولو قربانیانو ته د پرودګار له دربار څخه د فردوس جنت او ټپیانو ته عاجلې شفا او عاملینو ته یې د دوزخ غوښتونکو یو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *