تاند- افغان طالبانو نن /چهارشنبه/ د خندق په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل. د دې ډلې د ۲۰۱۷ کال پسرلني عملیات منصوري عملیا نومېدل.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې، چې نن یې خپره کړه، ویلي چې د خندق عملیاتو تمرکز به د امریکايي غاصبانو ځپلو، وژلو او نیولو ته وي او په دوهم ګام کې به د دې حملو مخه د امریکایانو کورنیو ملاتړ کوونکو خوا ته وي.

تمه کېده چې د افغانستان د ولسمشر د سولې له وړاندیزونو وروسته به طالبان د جنګ لار پرېږدي او د سولې خبرې به پیل کړي خو دې ډلې یو وار بیا د تېرو کلونو په شان جګړه اعلان کړه.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې حملې د دې ډلې نظامي کمیسیون تنظیم کړي دي.

تر دې اعلان مخکې هم طالبانو حملې کمې کړې نه وې. په وروستیو ورځو کې د طالبانو او داعشیانو په حملو کې په سلګونو ملکي او پوځي افغانان وژل شوي دي.

تر ټولو خونړۍ حمله د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ /اپریل ۲۲/ د کابل په دشت برچي کې د رای ورکولوونکو د نوم لیکنې پر یوه مرکز وه چې تر ۶۰ زیات ملکیان پکې ووژل شول.

پرون /سې شنبه/ په فراه او غزني ولایتونو کې لږترلږه ۱۱ پولیس او سرتېري ووژل شول.

د دوشنبې په ورځ طالبانو په بادغیس ولایت کې ۱۸ پولیس او سرتېري ووژل.

2 thoughts on “طالبانو د خندق په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل”
  1. سولې ته مو ډېرې هیلې وي خو پرون چې د پاکستان د خارجه وزارت او د امریکا د خارجه وزارت د استازو تر منځ خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې نن د پاکستان افغاني ملېشو (طالبانو) بیا د افغان وژنې عملیات اعلان کړل. لعنت دې وي او د افغانانو په وژونکو دې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *